میانمار کې پوځ ۲۵ روهینګا مسلمانان وژلي

پوځ وايي، وژل شوي روهینګا مسلمانان په چړو او لرګیو سمبال وو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پوځ وايي، وژل شوي روهینګا مسلمانان په چړو او لرګیو سمبال وو

د میانمار (برما) پوځ ویلي، د یکشنبې په ورځ د مسلمان مېشتي راخین ولایت په ځینو کلیو کې لږترلږه ۲۵ کسان په ډزو وژل شوي دي.

پوځ وايي، وژل شوي کسان په لرګیو او چړو سمبال وو.

د شنبې په ورځ پوځ د چورلکو په مټ په راخین ولایت کې د روهینګا پر ځینو کلیو برید وکړ چې د دوو پوځيانو په ګډون لږترلږه کسان پکې ووژل شول.

پوځ وايي، دا بریدونه په سیمه کې د وسله والو د "چاڼیزو" عملیاتو په موخه ترسره شول.

پر خواله رسنیو ځینې داسې انځورونه او وېډیويي کلیپونه خپاره شوي، چې وژل شوې ښځې او ماشومان پکې ښکاري.

په وروستیو دوو ورځو کې سلګونه کلیوال له خپلو مېنو کوچېدو ته اړایستل شوي.

راخین ولایت له تېرې یوې میاشتې راهیسې د حکومت د پوځ په کلابندۍ کې دی.

له بودایانو سره په اړدوړ کې روهینګار مسلمانان ډېر اغېزمن شوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له بودایانو سره په اړدوړ کې روهینګار مسلمانان ډېر اغېزمن شوي

هلته وروسته تر هغه اړدوړ پیل شو، چې په ځینو بریدونو کې ۹ پولیس د وسله والو له خوا ووژل شول.

راخین کې تر یو میلیون ډېر روهینګا مسلمانان اوسېږي. د میانمار حکومت وايي روهینګار د هېواد اصلي وګړي نه دي.

لسګونه زره وګړي په لنډمهالو کېږدیو کې اوسېږي، دوی وروسته تر هغه کوچېدو ته اړ شول چې په ۲۰۱۲ کال یې اکثریت بودایانو سره جګړه ونښته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

په میانمار کې ډېری په دې اند دي چې روهینګار له بنګله دېشه ورغلي ناقانونه کډوال دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، په میانمار کې د روهینګا پر خوځښتونو سخت محدودیتونه لګول شوي او دوی له لومړنیو بشري حقونو هم بې برخې وګړي دي.

د بودایانو، چې د هېواد ډېری وګړي دي او لږکیو روهینګا مسلمانانو ترمنځ قومي او مذهبي تاوتریخوالو په لړ کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د بودایانو، چې د هېواد ډېری وګړي دي او لږکیو روهینګا مسلمانانو ترمنځ قومي او مذهبي تاوتریخوالو په لړ کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې.
میانمار کې د روهینګا مسلمانانو ۱۳۰ کورونه سوځول شوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، میانمار کې د روهینګا مسلمانانو ۱۳۰ کورونه سوځول شوي