'' اسلامي هېوادونه باید د روهنګیا مسلمانو مرستې ته رامخکې شي''

د عکس سرچینه، MUNIRUZZAMAN /AFP
د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د روهنګیا مسلمانانو د ناوړه حالت بدلولو لپاره نړیوالې هڅې پیل کړې.
نوموړي دغه څرګندونې د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان ( او ای سي ) په پرانیست غونډه کې وکړې. ۵۷ هغه هېوادونه د او ای سي غړي دي، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي.
د یاد سازمان دغه بېړنۍ غونډه د ګډونوالو د دې لپاره رابلل شوې ون، چې په میانمار کې د مسلمانو لږکیو پر ناورین بحث وکړي.
په تېر اکتوبر کې د برما راخاین ایالت کې د دغه هېواد پوځ له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم عملیات پیل کړي او له دغې سیمې نږدې ۶۵۰۰۰ روهنګیا مسلمانان کډوال شوي دي. د دې حالت بیانولو پر مهال ښاغلي نجیب وویل:
'' تر اوسه ګڼو خلکو هلته میانمار کې ژوند له لاسه ورکړی، ډېری اوس هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، له داسې ظلم سره مخامخ دي، چې بیانول یې ګران دي او دا حالت د ډېرې اندېښمنونکی دی. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
نژدې یو میلیون روهنګیا لږکيو ته میانمار کې له بنګله دېشه د راغیلو غیر قانوني کډوالو په سترګه کتل کېږي.
د دغه هېواد ډېری اوسېدونکي یې بدهایان دي.
که څه هم دغه کسان له څو نسلونو راهیسې هلته اوسي، خو میانمار حکومت د تابعیت له ورکړې انکار کړی دی.
۲۰۱۲ کال کې راخاین ایالت کې د فرقه ییز تاوتریخوالي له کبله ګڼ شمې کسان ووژل شول او نژدې ۱۰۰ زره کسان له خپل کور کلي بې ځایه کېدو ته اړ شول. د دغې لږکۍ ډلې اړوند کسان په پراخه کچه له تبعیضي چلند او ناسم سلوک سره مخامخ دي.








