ناټو د ' توهینوونکو 'تبلیغ پاڼو له خپراوي بخښنه غوښتې

.
د عکس تشریح، د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي: پرېکنده ملاتړ ماموریت د افغانستان راتلونکي ته ژمن دی او د دې تېروتنې له امله بخښنه غواړي

په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموریت په وروستیو کې د کابل په شمال، پروان ولایت کې د (توهینوونکو) تبلیغ پاڼو له خپراوي بخښنه غوښتې ده.

په دغو تبلیغ پاڼو کې زمری په یوه سپین سپي پسې ځغلي او د طالبانو بیرغ له مذهبي عبارت سره یو ځای د سپي ترڅنګ لیدل کېږي.

د ناټو په خبرپاڼه کې د یادو تبلیغ پاڼو خپرول اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی ګڼل شوی او د هغو د خپراوي له امله یې بخښنه غوښتې ده.

ناټو ویلي، د دغې پېښې د رامنځته کېدو په اړه پلټنه کوي او عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ناټو له خوا د تبلیغ پاڼو خپرول د پروان د ځايي چارواکو او دیني عالمانو له توند غبرګون سره مخامخ شوي.

د پروان والي محمد عاصم عاصم ویلي، حقیقت موندونکی پلاوی مسله څېړي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.

پنځه کاله وړاندې هم د بګرام په هوايي اډه کې د قرانکریم د نسخو د سوځونې له امله د امریکا دفاع وزارت بخښنه غوښتې وه او ویلي یې وو، ورته کړنې د امریکا د پوځ د نظریاتو استازولي نه شي کولی.

په تېر کې هم ورته پېښو چې دیني مقادساتو ته سپکاوی ګڼل شوی و، په افغانستان کې ناټو ځواکونو او نړیوالو کارکوونکو ته سرخوږی جوړ کړی و.

داسې رپوټونه هم شته چې طالبان او د دولت نور مخالف وسله وال د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د خلکو د د پارولو لپاره د ورته پېښو د بیا خپرولو له تکتیکه ګټه اخلي.