د بګرام پوځي مرکز په لویه دروازه کې ځانمرګی برید شوی

بګرام

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان پروان ولایت کې ځايي چارواکو ویلي د بګرام پوځي مرکز په لویه دروازه کې ځانمرګی برید شوی دی.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي بي بي سي سره خبرو کې ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر د بګرام اډې په مرکزي دروازې کې ځان پورې تړلي چاودیدنکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د نوموړي په وینا برید پر هغو ګاډو شوی، چې دغه پوځي مرکز ته خواړه او نور توکی لېږدوي.

د نوموړي په وینا د سیمې روغتون ته څلور ټپیان وروړل شوي دي، چې په وینا یې ټول ملکي کسان دي او زیاتوي تر اوسه په مرکز کې دېره امریکايي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، دغه برید دوی کړی دی او په وینا یې دغه برید د هغو تبلیغاتي پاڼو غچ اخیستنې لپاره کړی، چې د ناټو پرېکنده ماموریت په وروستیو کې د کابل په شمال کې خپرې کړې وې.

په دغو تبلیغ پاڼو کې زمری په یوه سپین سپي پسې ځغلي او د طالبانو بیرغ له مذهبي عبارت سره یو ځای د سپي ترڅنګ لیدل کېږي.

د ناټو ځواکونو په یوه وروستۍ خبرپاڼه کې د یادو تبلیغ پاڼو خپرول اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی ګڼل بلل شوی او د هغو د خپراوي له امله یې بخښنه غوښتې ده.