د مرګ حق غوښتل: 'زما پرتله ان له حیواناتو سره غوره چلند کېږي'

امید وايي: ''ان زما په پرتله له حیواناتو سره غوره چلند کېږي''
د عکس تشریح، امید وايي: ''ان زما په پرتله له حیواناتو سره غوره چلند کېږي''

یوه بریتانیایي سړي هغو ناروغو کسانو ته د مرګ د حق ورکولو دعوا راپورته کړې، چې د رغېدو تمه یې نه شته، خو ښايي څو کاله ژوندي پاتې شي.

امید په ۲۰۱۴ کال په یوه عصبي ناروغۍ اخته شو، چې neurological condition Multiple System Atrophy یې بولي.

امید د بي بي سي رادیو یوه پروګرام کې ویلي، د خوځېدو نه دی او په ۲۰۱۵ کال یې د ځانوژنې هڅه هم کړې وه.

په بریتانیا کې د بل چا په همکارۍ ځانوژنه د قانون مخالف عمل دی، خو امید هڅه کوي خپله قضیه عالي محکمې ته ولېږدوي.

د هغه وکیلانو د بشپړې اورېدنې ناسته جوړه کړه. اټکل دی چې محکمه به په راتلونکو څو ورځو کې خپل حکم اعلان کړي.

"هره ورځ مرګ غواړم"

امید چې د خپل کورني نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، بي بي سي ته وویل: "د ګرځېدو یا لیکلو توان نه لرم. خبرې نه شم کولی، پر ذهن مې بوج وي."

دی زیاتوي: "نه یوازې له چپرکټ نه شم خوځېدلی یا دا چې د بل چا په مرسته پورته شم، بلکې په دوو- درو وروستیو میاشتو کې مې وضعیت په خرابېدو دی."

امید چې دا وخت ۵۴ کلن دی او دوه ماشومان لري، تر ډېره د خپل چپرکټ بندي دي. دی د شخصي ژوند په هره چاره کې پالنې او مرستې ته اړتیا لري.

د امید ناروغي د رغېدو وړ نه ده، خو نه پوهېږي چې ترکله به ژوندی وي.

دی وايي: "نه پوهېږو ترکله به دا کار دوام وکړي. ښايي تر ۱۰ یا ۱۵ کلونو پورې."

نوموړی زیاتوي: "هرګهیځ چې راویښ شم دا فکر کوم چې کاشکي دا مې وروستۍ ورځ وای. هره ورځ پرېکړه کوم چې نور ژوند نه غواړم."

د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر میاشت کې، د بریتانیا د پارلمان غړو په انګلستان او ویلز کې له تېرو شلو کلونو راهیسې لومړی ځل د مرګ حق ورکولو قانون تصویب کړ.

دا مهال نویل کونوای په وژونکې ناروغۍ اخته دی، چې د عالي محکمې پروړاندې یې ځان ته د مرګ د حق اخیستو دعوه رابرسېره کړې ده.

خو د وکیلانو په وینا، د امید د کیسې هدف هغو ناروغانو ته د مرګ حق ترلاسه کول دي، چې د رغېدو هیله یې نه شته بلکې ژوند یې لانور سختېږي، خو ښايي څو کاله ژوندي پاتې شي.

امید هڅه کوي د خپلې قضايي دعوا لپاره د ډله ییز خیرات Crowd Justice وېبپاڼې له لارې ډله ییز خیرات راغونډ کړي.

امید چې کله زلمی و

د عکس سرچینه، Omid

د عکس تشریح، امید چې کله زلمی و

"له حیواناتو سره غوره معامله کېږي "

د بریتانیا په هره برخه کې دا مهال په ځانوژنه کې مرسته کول جرم دی.

امید د پارلمان د غړو د ۲۰۱۵ کال له پرېکړې سره ټینګ مخالف دی چې ګني د مرګ د حق ورکولو قانون یې رد کړ.

دی وايي: "که دغه وکیلان چې د قانون ضد رایې یې ورکړې، داسې خپلوان ولري چې زما په څېر له ناروغیو کړېږي، نو ایا دا قانون به یې بیا هم رد کړی وای؟ نه، نه باور نه کوم."

دی زیاتوي: دوی د بشري ژوند په اړه غږېږي. چې په کې انسانیت چېرته دی؟"

امید خپل کټ او د متیازو تل ورسره مل کڅوړې ته په اشارې سره پوښتي "ایا دا نو انسانیت دی، ایا زما ژوند انسانیت دی؟"

دی زیاتوي: "ان زما په پرتله له حیواناتو سره غوره چلند کېږي، ان حیوانات چې کوم کار نه شي کولای نو خوب آور شیان ورکول کېږي. ایا زه دا حق نه لرم؟"