روغتیايي ستونزې او د ازموینې فشار د ځانوژنې لوی لاملونه

د عکس سرچینه، Thinkstock
انګلستان کې د ځان وژنې د لاملونو په هکله یوه نوې څېړنه، له ۲۰ کاله د کم عمرو ځوانانو د ځان وژنې د ۱۳۰ پېښو پر بنسټ تر سره شوې.
د مانچسټر پوهنتون د څېړونکو دغې څېړنې موندلي چې فشار او ځورونه، د زره کړو او آزموینو فشار او روغتیایي ستونزې لکه د مخ دانې، د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د ځان وژنې تر ټولو لوی لاملونه دي.
۲۲ کلنې ایلینا ډیلاکوور ۱۴ ځلې د ځان وژنې هڅه کړي، خو پوښتنه دا ده، چې داسې څه دي، چې هغه یې له ژونده ستومانه کړې، نوموړې وايي:
''کله چې زیات شمېر خلک ستاسو په هکله ناوړه خبرې کوي، نو تاسې هم د ځان په اړه ناسم فکر کول پیل کوئ، تر هغه حده چې فکر کوی نور نو بې ارزښته یاست، کور او ښوونځی له فشار او پرېښانۍ ډک وو، نه مې شو کولای چې ترې وتښتم، ځورونه یې په رښتیا چې اصلي برخه وه، له ډېر ماشومتوبه ځورول شوې وم. زه ډېره احساساتي او پرېشانه وم.''
ایلینا لس کلنه وه چې لومړی ځل یې د ځان وژنې هڅه وکړه:
''له موږه یو هم پر دې نه پوهېږو چې مړینه غواړو، ځکه مړینه نه پېژنو، دا تر ډېره دې ته ورته ده چې یو ځای ته ځو خو نه پوهېږو چې هلته څه شته او هغه ته له دې ځایه غوره ګڼو، یانې دا مرګ غوښتل نه دي، بلکې له هغه ځایه وتل دي چې پکې یو.''

د عکس سرچینه، Thinkstock
بریتانیا کې، ځان وژنه له ۳۵ نه د کم عمرو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی.
یواځې په 2۲۰۱۴ کال کې ۲۰۱ کسانو، چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۹ کلونو وو، ځانونه وژلی. چې د ۲۰۱۳ کال پرتله ۱۷۹ کسان ډېر دي.
لویز اپلیبی، د مانچسټر پوهنتون استاد او د دغې نوې څېړنې مشر څېړونکی وايي:
“د لږ کسانو لپاره د آزموینو فشار ډېر خطرناک کېدای شي، ښه زده کړه تر لاسه کول او په ښونځي کې ښه زده کوونکي اوسېدل د ځان وژنې مخنیوی کولای شي، خو موږ باید دا باوري کړو چې د زده کړې لارې چارې اسانه او د آزموینو فشار کم شي ''
ښاغلی اپلیبی دا هم وایي کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالی له هغو لاملونو یو دی چې زده کونکي په آزموینو کې ناتوانه کوي او په سخت رواني فشار یې اخته کوي.








