د کابل بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي او نژدې ۵۵ ټپیان دي

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له برید وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه وه.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل د کابل ښار په شپږمه او ۱۲مه حوزه کې پر دوو امنیتي ادارو ځانمرګي بمي بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۵ کسان ټپیان دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، پر شپږمې امنیتي حوزې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او نژدې ۵۰ کسان ټپیان دي چې ډېری یې ولسي وګړي دي. ښاغلی مجاهد زیاتوي وژلو شویو کې درې یې ښځې دي.

پر دولسمې حوزې برید کې د ښاغلي مجاهد په وینا یو کس وژل شوی او پنځه نور امنیتي کارمندان ټپیان شوي دي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت وايي ټول برید ګر وژل شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش نن (حوت/کب ۱۱مه) بي بي سي ته وویل؛ لومړني ځانمرګي شپږمې امنیتي حوزې سره خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او ورپسې دوو نورو ځانمرګو پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړي.

ښاغلي دانش وویل؛ بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي.

په عکسونو کې لیدل کېږي چې د برید له سیمې لوګی هوا ته پورته کېږي او ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه سیمې کې راټول شوي.

د کابل ختیځ کې برید

بلخوا نن د کابل په ۱۲ حوزه کې د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو پر یوه مرکز هم ورته ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل؛ لومړی ځل بریدګر له ځان سره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او ورپسې دویم بریدګر هڅه کړې چې ځان ودانۍ ته ورسوي.

برید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په مړه شویو او ټپیانو کې ملکي وګړي چې درې یې ښځې دي هم شاملې دي.

خو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې بریدګر وژل شوی دی. هغه وویل؛ په برید کې یوازې پنځه امنیتي سرتېري برسېرن ټپیان شوي.

طالبانو ویلي چې ځانمرګو بریدګرو یې د کابل په درېیو برخو برید کړی: شپږمه امنیتي حوزه، په ختیځ کې د ملي امنیت پر یوه مرکز او د پوځ د جلب او جذب پر مرکز.

د کابل ختیځ او لویدیځ کې د طالبانو بریدونو ټپیان روغتون ته وړل شوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ګڼ شمېر ټپیان چې د چارواکو په وینا ډېری یې ملکي وګړي دي روغتون ته لېږدول شوي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي ادعا کوي چې په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي، خو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي.