کابل کې ځانمرګي برید څلور کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان امنیتي سرچینې وایي؛ د پلازمېنې کابل په پل محمودخان سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي د عقرب/لړم په ۲۶مه بي بي سي ته وویل؛ ځانمرګی پلی و او د مهو څېرو (رجال برجسته) ساتنې سرتېرو د سپرلۍ فلنکوچ ډوله موټر په نښه کړی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي؛ په دغه برید کې چې نن سهار شاوخوا اته بجې وشو، امنیتي مامورینو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل؛ د لومړنیو شمېرو له مخې څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي او ښایي د قربانیانو شمېره لوړه شي.
ښاغلي صدیقي د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه معلومات ورنکړل.
د برید مسؤولیت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم د خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې چې په دې برید کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوی؛ "ترهگرو د وحشت او جنایت رامنځته کولو له لارې د خپلو بادارانو موخو ته نشي رسېدای، ځکه چې د افغانستان خلک ترې نفرت لري او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په زړورتیا د هغوی پر وړاندې درېږي او مبارزه کوي."
د روانې نومبر میاشتې پر ۱۲مه، د پلازمېنې کابل په شمال بګرام هوايي اډه کې چاودنه شوې چې د ځايي چارواکو په وینا لږترلږه څلور امریکایان پکې ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.








