د بګرام پر هوايي اډې بريدګر "کارکوونکی او د طالبانو پخوانی غړی و"

د عکس سرچینه، AFP
بي بي سي موندلې د افغان پلازمېنې کابل په شمال د بګرام په هوايي اډه کې هغه ځانمرګی بريدګر چې څلور تنه يې وژلي د طالبانو پخوانی غړی و چې د بګرام په اډه کې يې کار کاوه.
د بګرام ولسوال حاجي شکور بي بي سي ته ويلي، بريدګر "قاري عنايت الله؛ نومېده او په ۲۰۰۸ کال کې د سولې له پروسې سره يو ځای شوی و.
تراوسه نه د روښانه چې دغه کس په اډه کې څه کار کاوه، او له څه مودې يې دلته دنده ترسره کوله.
په دغه ځانمرګي برید کې څلور تنه امريکايان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي وو.
طالبانو د بريد پړه منلې وه. د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي وو، په برید کې "امریکايي پوځيانو" ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان امنیتي ځواکونه وايي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د مشکوک بريدګر دوه خپلوان يې نيولی دي.
کابل ښار ته څېرمه پر بګرام هوايي اډې وړاندې هم ګڼ بریدونه شوي.









