بلخ کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید شوی

د افغانستان شمالي ولايت بلخ چارواکي وايي يو موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و د دغه ولايت مرکز مزار شريف کې د جرمني کونسلګرۍ ته نژدې چاودلی دی.
د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري وايي چاودېدونکې توکي په یوه هینو ډوله ګاډی کې ځای پر ځای شوي وو چې ډبرې په کی بار وې.
د نوموړي په وينا د چاودنې له امله د کونسلګرۍ د یوې غاړي دېوال یوه برخه له منځه تللي خو په وینا يې د کونسلګرۍ کارکوونکو ته په کې مرګژوبله نه ده اوښتې.
د ښاغلي قادري په وینا دری کسه په دغه برید کې وژل شوي چې ملکي کسان دي.
بلخوا د مزار شريف د ملکي روغتون چارواکي د وژل شويو شمېر دوه تنه ښيي او وايي په دغه پېښه کې له ۳۰ تنو زيات ټپيان شوي دي.

د عکس سرچینه، .
د سيمې د اوسېدونکو په وينا چاودنه ډېره لويه وه او د شاوخوا سيمو ودانيو ښيښې يې ماتې کړې دي.
د بي بي سي خبريال امير بریال وايي، امنيتي کسانو د کونسلګرۍ شاوخوا سيمه کلابنده کړې ده، د ده په وينا اوس هم د کونسلګرۍ د ودانۍ له يوې برخې لوګي پورته کېږي.
ويل کېږي د دغې پېښې ډېری قربیانيان ولسي وګړي دي او د يو شمېر ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يوه وياند رسنيو ته په لېږلي خبرپاڼه کې د دغه بريد پړه منلې، وايي برید د دوی "ځانمرګو" تر سره کړی دی.

طالبان وايي دغه بريد يې په کندوز ولايت کې د بمباريو په "غچ" کې تر سره کړی دی.
تر دې وړاندې د روان کال په جنورۍ مياشت کې په مزار شريف کې د هند پر کونسلګرۍ هم بريد شوی و.








