په کابل کې ځانمرګي برید څلور کسان ووژل

نننی برید
د عکس تشریح، په برید کې زیاتره لارویان ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د کابل امنيتي چارواکي وايي د ښار په سوېل لوېديزه څنډه شپږه ناحيه کې ځانمرګی بريد شوی دی.

په کابل کې امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل په برید کې لږرترلږه څلور کسان وژل شوي، چې دوه پکې ولسي وګړي دي او ګڼ نور ژوبل دي.

د عامې ورغتیا سرپرسته وزیره ثریا دلیل وايي په برید کې ۲۹ کسان ټپيان شوي دي:

''په ټوله کې ۲۹ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. زیاتره ټپي شوي کسان لارویان دي.''

دوی وايي چې په ټپیانو کې څلور کسان د ملي امنيت کارکوونکي دي.

عيني شاهدانو ویلي برید داسې مهال وشو، چې د ملي امنیت یو ګاډی چې د دغه ریاست ماموریت یې لېږدول، له سیمې د تېرېدا په حال کې و.خو ښاغلي بشري بیا دا خبره نه ده تایید کړې.

برید ته څېرمه د ګڼو ودانیو ښيښې ماتې شوې دي.

عیني شاهدان وايي په برید کې دوه شخصي او یو بل میني بس له منځه تللي دي.

د کابل پولیس وايي په میني بس کې د ملي امنیتي کارکوونکي سپاره ول.

د برید عکس
د عکس تشریح، د تېر نومبر پر ۱۲مه هم د کابل ښار په سوېل لوېديځه څنډه کې یوه ځانوژونکي برید یو افغان او یو بهرنی سرتېری ټپي کړل.

په کابل کې امنيتي سرچینو بي بي سي ته ویلي په وژل شوو او ټپیانو کې د ملي امنیت مامورین هم شته.

پر دغه لاره (د کابل شپږمې امنيتي حوزې اړوند سیمه) ځينې وزارتونه او بهرنۍ کمپنۍ هم موقعیت لري.

سیمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې ده.

تېره میاشت هم د کابل په یوه ورته ځانمرګي برید کې پنځه افغان سرتېري ووژل شول.

او تېره اوونۍ بیا د یوه په کور جوړ شوي ماین د شنډولو پرمهال یو افغان پولیس ووژل شو او درې نور ټپیان شول.