ملي امنیت وايي طالبانو د جګړې بڼه بدله کړې ده

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ماریا صدیقي
- دنده, کابل
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، وسله والو طالبانو او نورو اورپکو ډلو د خپلې جګړې د بڼې په بدلولو سره د ملي او دولتي شخصیتونو د نښه کولو هڅه کوي.
د افغانستان د ملي امنیت اداره، د کابل او یوشمېر نورو ولایتونو پر ځینو سیمو د وسله والو ډلو له بریدونو شاوخوا شل ورځې وروسته، چې په لسګونه تنه یې ووژل او ټپیان کړل، د وسله والو طالبانو د جګړې د بڼې د بدلېدو خبرداری ورکوي.
داسې ښکاري، چې د وسله والو طالبانو وروستيو ډله ييز بریدونو د ګواښ زنګ کړنګولی او اوس مهال د افغانستان امنیتي ادارې د دا ډول بریدونو د مخنیوي او یا هم ورسره د جګړې هڅې کوي.
د ملي امنیت د ادارې یوه ویاند شفیق الله طاهري په کابل کې خبریالانو ته وویل، وسله وال طالبان او نورې اورپکې ډلې د هوا له تودېدو سره سم د جګړې نوې بڼې غوره کړي دي.
پسرلني بریدونه
ښاغلي طاهري همدراز وویل، د تخار د ولایتي شورا پرغړو د برید مخنیوی او د نورو بریدونو د تنظیمولو په تور د څو تنو نیول، د وسله والو طالبانو د پسرلنيو بریدونو د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو له هڅو څخه دي.
وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې د یوې اعلاميې په خپرولو سره په ټول افغانستان کې د الفاروق په نوم د پسرلني عملیاتو خبرداری ورکړ.
سره له دې، چې په کابل کې د وسله والو طالبانو ورستی برید د افغانستان د امنیتي ځواکونو لخوا ناکام وبلل شو، خو د افغان اوسېدونکو په منځ کې يي ډېرې اندېښنې زېږولي دي.




