پکتیکا کې چاودنې د مدرسې د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژلي

پکتیکا چاودنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په سوېل ختیځ ولایت پکتیکا کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې د دوو مدرسو د ۷ ماشومانو زده کوونکو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د پکتیکا والي الیاس وحدت وایي، چاودنه د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د پیر قوتي په سیمه کې شوې ده چې له ارګون ښار نه ۱۵ کیلومتره لرې پرته ده.

د ښاغلي وحدت په وینا په چاودنه کې وژل شوي ټول ماشومان زده کوونکي ول. دی وايي "پنځه کسان یې د یوې مدرسې او دوه د بلې مدرسې زده کوونکي ول چې د اورګون په دارالعلوم او قلندریه مدرسو کې یې زده کړې کولې".

الیاس وحدت

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، د پکتیکا والي الیاس وحدت د مدرسې د ماشومانو او مشرانو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه.

په چاودنه کې هغه ولسې وکړي هم وژل شوي چې ښار ته د سودا اخیستو او دارو درملو په موخه تلل.

ښاغلی وحدت دا برید "غیر انساني" بولي وايي دا د دولت د مخالفینو له خوا تازه ځای پر ځای شوی مین و.

پکتیکا ولایت نه یوازې دا چې د یو شمېر نورو ولایتونو په شان د پوځي او وسله والو فعالیتونو له کبله ناارام دی بلکې لویو چاودنو هم ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۱۳۹۳ کال لیندۍ میاشت کې د والیبال د لوبې پر مهال چې د دریو ولسوالیو ګڼ شمېر خلک ورغلي ول یوه ځانمرګي برید کې تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۶۵ ټپیان شول.

پکتیکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پکتیکا کې له ګڼو ملکي تلفاتو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولایت ته سفر وکړ.

پر کال ۱۳۹۳ د چنګاښ پر ۲۵ د ارګون ولسوالۍ بازار کې په یوه موټر بم چاودنه کې له ۴۰ زيات کسان ووژل شول او تر ۴۰ ډېر ټپيان شول چې ډېری يې ښځې او ماشومان ول.