په ټول پکتیکا ولایت کې یوه ښځینه ډاکټره
پکتیکا هغه ولایت دی، چې ټول ولایت کې یوازې یوه ډاکټره شته او هغه هم له مرکز کابله هلته تللې. د اټکلونو له مخې ویل کېږي، چې د دغه ولایت اوسېدونکو شمېر نیم تر یوه میلیون پورې دی، خو ان مرکز شرنه کې یې هم اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له کبله شکایت کوي. دوی وايي، دغه لامل دی، چې د ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی او د مړینې کچه هم لوړه ده. سیدولي ناصر پرې رپوټ لري.