پکتیکا کې وسله والو ملا امام له خپلې مېرمنې سره وژلی

د عکس سرچینه، Getty Images
له جنوب ختیځ پکتیکا ولایته راپورونه وایي، د دغه ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې یو دیني عالم له خپلې مېرمنې سره یوځای د نامعلومو وسلوالو په برید کې وژل شوی دی.
د پکتیکا د امنیت امر عبدالرؤف مسعود بي بي سي ته وویل، یاد عالم د سیمې عادي او بېوزله وګړی و، چې د شپې لخوا وسلوال کور ته ورغلي، دی او مېرمن دواړه یې وژلي دي.
ښاغلی مسعود زیاتوي: "ملا امام ډېر بېوزله سړی و، له چا سره یې هېڅ ډول شخصي ستونزه نه لرله. زموږ څېړنې روانې دي، چې د دوی د وژل کېدو اصلي انګیزه پیداکړو، د دغه برید انګیزه څه وه او ولې ښځه او مېړه وژل شوي دي."
د سیمې اوسېدونکو ځینو رسنیو ته ویلي، وژل شوی ملا درې کاله وړاندې د سولې له بهیر سره یوځای شوی و، خو د امنیت امر بي بي سي ته وویل، دی په دې اړه هېڅ ډول معلومات نه لري.
امنیت امر له دې هم ناخبري وښوده، چې نوموړی دیني عالم د مرکز ښرنې د ملکي روغتون د جومات امام و.
تر اوسه کومې ډلې یا چا د یاد ملا او د هغه د مېرمنې د وژلو پړه نه ده منلې.
په ورته وخت کې د تېرې جمعې په ورځ د یوې مېرمنې جسد د خوست ولایت په یوه دښته کې ټوک ټوک موندلی شوی او د دغه ولایت ملکي روغتون ته د لا زیاتو څېړنو په موخه وړل شوی و.








