پکتیکا: د والیبال لوبې پر مهال چاودنې له لسو ډېر کسان وژلي

د افغانستان د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې نن مازدیګر (یکشنبه سپتمبر ۲۷) د والیبال په یوه لوبغالي کې چاودنه شوې چې له امله یې د عیني شاهدانو په وینا له لسو ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.
دغه پېښه د خیرکوټ ولسوالۍ په سېګانه کلي کې رامنځ ته شوې.
د دغه ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نور الاسلام چې د پېښې عیني شاهد دی بي بي سي ته وویل چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په لوبغالي کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوه.
نوموړي وویل چې چاودیدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.
په سیمه کې د بي بي سي خبریال وویل چې د مړو کره شمېر لا نه دی معلوم او ټپیان ځایي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا د لوبې لیدو ته ګڼ شمېر ځايي خلک راټول شوي و چې ماشومان هم په کې و.
دوی زیاتوي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
تېر کال هم د خيرکوټ سيګانه کلي ته څېرمه په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د واليبال د سياليو پرمهال ځانمرګى برید شوی و چې له امله يې نژدې ۶۰ تنه وژل شوي و او تر ۹۰ نور ټپیان شوي وو.
طالبان: برید موږ نه دی کړی
وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، د خیرکوټ ولسوالۍ چاودنه پر دوی پورې هېڅ اړه نه لري.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند وايي، د دوی جنګیالیو په دې سیمه کې د جګړې یا برید هېڅ پلان نه درلود، او نه یې هم هلته کوم پوځي هدف و.








