پکتیکا کې د فیسبوک پر مټ عامه کتابتون جوړ شوی

دغه کتابتون د خیر کوټ ولسوالۍ په بازار کې، په یوه عادي دوکان کې جوړ شوی. لرګینې المارۍ لري او په روکونو کې یې بېلابېل علمي او ټولنیز کتابونه لیدل کېږي.
د عکس تشریح، دغه کتابتون د خیر کوټ ولسوالۍ په بازار کې، په یوه عادي دوکان کې جوړ شوی. لرګینې المارۍ لري او په روکونو کې یې بېلابېل علمي او ټولنیز کتابونه لیدل کېږي.
    • Author, سید ولي ناصَر
    • دنده, بي بي سي

په ټوله پکتیکا کې یو کتابپلورنځی شته، خو کتابتون اصلا پکې جوړ شوی نه دی. همدې تشې ته په کتو افغان محصل عظمت کټوازي په فیسبوک کې د کمپاین له لارې کتابونه را ټول کړي او د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې یې د 'غازې ادې' په نامه عامه کتابتون جوړ کړی.

دغه کتابتون د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه لري او د لوی کټواز د ۱۲ ولسوالیو اوسېدونکي ترې ګټه اخلي.

دغه کتابتون د خیر کوټ ولسوالۍ په بازار کې، په یوه عادي دوکان کې جوړ شوی. لرګینې المارۍ لري او په روکونو کې یې بېلابېل علمي او ټولنیز کتابونه لیدل کېږي.

عظمت کټوازي د غازي ادې د عامه کتابتون د جوړولو د انګېزې په اړه بي بي سي ته وویل: "په لیسه کې چې متعلم وم، د کتاب پیدا کولو ستونزې موجودې وې، د کټواز په یوولسو ولسوالیو کې کتابپلورنځی او حتی قرطاسیه پلورنځی نه و. د کتاب تر لاسه کولو لپاره به مرکز ښرنې ته تلو، کله چې د کابل پوهنتون ته بریالی شوم، نو فکر مې وکړ چې زموږ په کلي کې عامه کتابتون جوړېدای شي. د فیسبوک له لارې مې کمپاین پیل کړ او ملګرو مې مرسته را سره وکړه."

د غازي ادې د عامه کتابتون د سمبالښت چارې ګل احمد پر مخ وړي، هغه د شپې لیسې زده کوونکی دی. ګل احمد وايي، تر پخوا یې مراجعین زیات شوي: "په کتابتون کې اوس ۲۰۰۰ کتابونه لرو او ۶۰۰ ټوکه مو د لېسو په زده کوونکو وېشلي دي. په پیل کې مو یو – دوه مراجعین لرل، خو اوس یې شمېر تر ۲۰ کسانو رسېدلی دی. "

عظمت کټوازی
د عکس تشریح، عظمت کټوازي د غازي ادې د عامه کتابتون د جوړولو د انګېزې په اړه بي بي سي ته وویل: "... فکر مې وکړ چې زموږ په کلي کې عامه کتابتون جوړېدای شي. د فیسبوک له لارې مې کمپاین پیل کړ او ملګرو مې مرسته را سره وکړه."

د غازې ادې عامه کتابتون ته راتلونکي کسان وايي، کتابتون یې ډېرې زده کړییزې ستونزې ور حل کړي دي.

د خیر کوټ ولسوالۍ د سه ګانه کلي اوسېدونکی عبدالجلیل کټوازی وايي، له کتاب لوستلو سره یې مینه و خو نه یې شو تر لاسه کولای: "کتابتون د کټواز خلکو ته ډېرې ګټې رسولې دي، زه خپل ماشومان هم دلته راولم چې له کتاب سره یې لېوالتیا زیاته شي. " د زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالعزیز سرتېر وايي، مخکې به یې د یوه کتاب د تر لاسه کولو لپاره ښرنې ته تللو چې له زرغون ښاره کابو ۶۰ کیلوميټره به واټن لري.

هغوی چې د خپل ولس د شعور لوړونې او زده کړې لپاره مټې را نغاړي، نو ستړیا هم زغملای شي. عظمت کټوازی وايي، په راتلونکې کې به د خیرکوټ په څنګلورو ولسوالیو کې هم ورته کتابتونونه جوړ کړي:

"یو ځل مخکې هم د کتاب لوستنې یو کمپاین په ښوونځیو کې پیل کړ او په راتلونکي کې هم د کتاب لوستنې د دود د عامولو لپاره ورته کمپاین ته هوډ لرو. ډېرو کسانو سره د فیسبوک له لارې د کتابونو ژمنې کړي، په نږدې وخت کې به د خیر کوټ ولسوالۍ په څنګلورو ولسوالیو کې دوه عامه کتابتونونه نور جوړ کړو. "

عبدالعزیز سرتېر
د عکس تشریح، د زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالعزیز سرتېر وايي، مخکې به یې د یوه کتاب د تر لاسه کولو لپاره ښرنې ته تللو چې له زرغون ښاره کابو ۶۰ کیلوميټره به واټن لري.

که څه هم افغان دولت د عامه کتابتونو د عامولو لپاره د ریاست په اډانه کې یو تشکیل لري، خو تېرو ناخوالو دا لړۍ هم ټکنۍ کړېده. په دې وروستیو کې د خواله رسنیو پر مټ افغان ځوانانو د بېلابېلو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د عامه کتابتونونو د عامولو لړۍ پیل کړې، خو لا هم د مطالعې د کلتور عامول وخت ته اړتیا لري.