سترې محکمې سره نژدې چاودنه کې لږ ترلږه "۲۰" تنه وژل شوي

د ویډیو تشریح، سترې محکمې سره نژدې چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي

د کابل د روغتونونو مشر سليم رسولي بي بي سي ته ويلي، سترې محکمې ته نژدې چاودنه کې لږ ترلږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپيان دي.

د ځينو رپوټونو له مخې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي دا چاودنه د سترې محکمې له عمومي دروازې سره شوې ده.

کابل کې د نهمې حوزې پوليسو بي بي سي ته ويلي، يوه ځانمرګي بريدګر د محکمې کارکوونکو د رخصتۍ پر مهال چاودنه کړې ده.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې پرون ملگرو ملتونو ويلي وو په افغانستان کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله تېر کال تر بل هر وخت ډېره وه.

د افغانستان د سترې محکمې ودانۍ پر هغه سړک پرته ده چې د کابل هوايي ډګر د امریکا له سفارت سره نښلوي او دغه سیمه کې کلک امنيتي تدبيرونه نيول شوي وي.

کابل بريد

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، امنيتي ځواکونو د پېښې سيمه کلابنده کړې ده

تراوسه هېڅ کومې ډلې د ننني بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستي.

وړاندې د عامې روغتيا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته ويلي وو په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۷ ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، د پېښې ټپیان وزیر اکبر روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی دی.