کابل کې د دوو چاودنو له امله ګڼ کسان وژل شوي

کابل بريد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چارواکي وايي ډېری وژل شوي کسان ولسي وګړي دي

کابل کې د پارلمان ودانۍ ته نژدې په دوو چاودنو کې لږ ترلږه "۳۳" تنه وژل شوي او "۸۰" تنه نور ټپيان دي. طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.

بي بي سي ته يوې سرچينې ويلي چې ملي امنیت په کابل کې د بريد په اړه معلومات لرل، خو امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي کې یې پاتې راغلي. په دې اړه پلټنه روانه ده.

که څه هم د دې برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی خو دغه سرچينه وايي دا روښانه نه ده چې دا بريد طالبانو کړی که د حقاني شبکې، خو په وينا يې دوی دواړه موږ ته یو دي او په اړه یې څېړنې پیل شوي دي.

یوې بلې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې دوی یوه اوونۍ وړاندې خبر وو چې د حقاني شبکه په کابل، هلمند او کندهار کې د بریدونو پلان لري.

دغه بريدونه هغه مهال شوي کله چې کارکوونکي د پارلمان له ودانۍ وتل.

د راپورونو له مخې لومړی د پارلمان ودانۍ ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی چې وروسته سملاسي له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودېدلی دی.

کابل بريد

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په چاودنو کې شاوخوا موټرو او بسونو ته هم زيان اوښتی دی

د پارلمان کارکوونکو او يو شمېر عيني شاهدانو د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس ته ويلي، ډېری وژل شوي کسان ولسي وګړي دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح بي بي سي ته ويلي ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

له سیمې عینې شاهدانو هم ویلي چې لومړی یوه ځانمرګي بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول او وروسته موټربم چاودنه وشوه.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي نثار حارث پر خپلې فېسبوک پانې لیکلي چې دوه چاودنې رامنځته شوې دي.

د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يوه ویاند د دغه برید مسوولیت په غاړه اخيستی دی. نوموړي په خپل پيغام کې ويلي د دغه بريد موخه يې د ملي امنيت د پنځو کارکوونکو موټر و.

کابل بريد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وايي ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي