د افغانستان ولسي جرګې غړی فکوري بهشتي چاودنه کې ټپي شوی

فکوري بهشتي

د عکس سرچینه، Fakori FB

د عکس تشریح، فکوري بهشتي ولسي جرګه کې د بامیانو د خلکو استازی دی

د افغانستان په پارلمان کې د بامیان د خلکو استازی سید جمال الدین فکوري بهشتي نن سهار (جدي/مرغومي ۸مه) په کابل کې په یوې چاودنه کې ټپي شوی دی.

نوموړي نن سهار د کابل ښار په لویدیځه څنډه دشت برچي سیمه کې له خپل زوی سره یوځای په نښه شو.

د افغانستان د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د پارلمان عمومي ناستې ته د وینا پرمهال وویل؛ ښاغلی بهشتي او زوی یې تر ټپي کېدو وروسته کابل کې د ملي امنیت روغتون ته رسول شوي دي.

ښاغلی بهشتي د حزب وحدت اسلامي افغانستان غړی دی او په پارلمان کې دوه ځلې د بامیانو د خلکو استازی پاتې شوی.

یوه اونۍ وړاندې کابل کې د افغانستان پارلمان د یوه بل وکیل معلم میرولي پر کور د طالبانو په برید کې اووه کسان ووژل شول.

پر فکوري بهشتي برید

د عکس سرچینه، Javed Omid FB

د عکس تشریح، انځور یوه عیني شاهد د چاودنې له سیمې اخیستی