ولسي جرګې له څلورو وزیرانو یو بې واکه کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ولسي جرګې د سې شنبې په ورځ هم د کرنې او مالدارۍ، مخابراتو او ټیکنالوجۍ، نشیه يي توکو سره د مبارزې او د اوبو او برېښنا وزیران استیضاح کړل.
دغه وزیران ولسي جرګې ته نه لاړل او وکیلانو په غیاب کې دوی ته رایه ور کړه.
په پایله کې د کرنې او مالدارۍ، اوبو او برېښنا او نشه يي توکو سره د مبارزې وزیران په خپلو څوکیو پاتې شول، خو د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزیر بې واکه شو.
په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې ۲۰۱ استازي وو او د وزیرانو د بې واکه کولو لپاره د نه باور ۱۱۸ رایې پکار وې.
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د ۶۲، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي ۱۱۴ او د اوبو او انرژۍ وزیر ۶۰ نه باور رایو په ترلاسه کولو سره په خپلو وزارتونو پاتې شول، خو د مخابراتو او ټیکنالوجۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د ۱۴۷ نه باور رایو سره له دندې بې واکه شو.

د عکس سرچینه، .
د افغان حکومت د کابینې د ۱۷ وزیرانو د استیضاح بهیر روانه اونۍ پیل شوی او تراوسه یې ۹ وزیران استیضاح شوي دي.
په تېرو ورځو کې د بهرنیو چارو، ټولګټو، کار، ټولنیزو چارو، لوړو زدکړو، پوهنې او ټرانسپورټ وزیران بې واکه کړل شول، خو د مالیې، ښار جوړونې او عدلیې وزیران په خپلو ځایونو پاتې شول.
ولسمشرۍ ماڼۍ د وزیرانو د استیضاح کولو دلیلونه د "نه منلو" بولي او د دې بهیر ځنېډېدل غواړي، خو ولسي جرګه د ارګ د دې غوښتنې له امله غوسه شوې او دا بهیر روان ساتل غواړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د استیضاح مسله د تفسیر لپاره سترې محکمې ته وسپارله او له وزیرانو یې وغوښتل چې د دې محکمې تر ځواب پورې خپل کار جاري وساتي.
ولسي جرګه دغه ۱۷ وزیران د پراختیايي بودیجې د نه لګولو له امله اتسیضاح کوي، خو تراوسه یواځې ۳ وزیران جرګې ته ورغلي او پاتې په غیابي ډول استیضاح شوي دي.










