لويه څارنوالي: ولسي جرګه د استیضاح حق نه لري

د افغانستان لويه څارنوالي وايي د اساسي قانون هېڅ ماده ولسي جرګې ته د دې صلاحيت نه ورکوي چې قضايي چارواکي استيضاح کړي.
دغه اداره وايي لوی څارنوال محمد اسحق الکو ولسي جرګې ته نه ورځي او د ده په اړه د جرګې پرېکړه ناقانونه ده.
د لوی څارنوال په اړه د استيضاح پرېکړه له هغه وروسته وشوه ، چې نوموړي ولسي جرګې ته د جرګې په وينا په انتخاباتي پايلو کې د لاسوهنې په اړه هغوی ته د توضيحاتو له ورکولو نه ډډه وکړه.
د لويې څارنوالۍ وياند امان الله ايمان په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي ته په يوه لنډه مرکه کې ووېل چې ولسي جرګه بايد خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د تېرې دوشنبې پر ورځ د افغانستان ولسي جرګې ته د هېواد لوی څارنوال د څرګندونو لپاره ورنغی.
ولسي جرګې په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه، که چېرې محمد اسحق الکو د جرګې د راتلونکې شنبې ورځې غونډې ته حاضر نه شي، د باور رایه به ترې واخلي.

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
ولسي جرګه وايي چې لوی څارنوال یې څو ځلې جرګې ته د څرګندونو لپاره ورغوښتی و.
ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې پر ورځ/ د حمل 'وري' ۱۵مه) لوی څارنوال د ولسي جرګې له خوا استجواب شي، خو نوموړی ورنغی.
خو لوی څارنوال ولسي جرګې ته په یوه لېږلي مکتوب کې ویلي جرګه ددې صلاحیت نه لري چې لوی څارنوال استجواب ته وروغواړي.








