ولسي جرګې درې نور وزیران استیضاح او یوه وزیره بې واکه کړه

د ویډیو تشریح، ولسي جرګه او وزيران

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ (لړم ۲۴مه) د لوړو زه دکړو وزیره فریده مومند، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري ولسي جرګې ته د استیضاح لپاره وربللي وو، چې یو هم ورته حاضر نه شو.

وکیلانو د لوړو زده کړو د وزیر فریدې مومند په غیاب کې د باور رایې واچولې او هغه یې بې واکه اعلان کړه.

د ښار جوړونې او د عدلیې وزیران دواړه پر خپلو څوکیو پاتې شول.

په نننۍ غونډه کې د تېرې ورځې د ناستې په څېر، لانجې ډېرې وې چې ۲۰۲ وکیلان پکې حاضر وو. هغه وزیران چې د نه باور ۱۱۸ رایې یې وګټي، بې واکه اعلانېږي.

د وکیلانو ناسته کې د ښار جوړونې وزیر ښاغلي نادري د وکیلانو د باور ۱۳۱ رایې واخیستې او یوازې ۵۹ رایې یې د بې باورۍ په صندوق کې واچول شوې.

د عدليې وزیر ښاغلي انور وکړای شو چې د تایید ۹۵ رایې واخلي، خو د بې واکه کولو رایو شمېر یې ۱۰۱ و، چې دا رایې د هغه د بې واکه کولو لپاره کافي نه وې.

خو اغلې مومند ته د بې واکه کولو ۱۳۱ رایې واچول شوې او ویې نه کړای شو چې د لوړو زده کړو د وزیرې په توګه پاتې شي.

له ښۍ خوا کیڼ اړخ ته: ښاغلی نادري او ښاغلی انور پر وزارتونو پاتې او اغلې مومند بې واکه اعلان شوه

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، له ښۍ خوا کیڼ اړخ ته: ښاغلی نادري او ښاغلی انور پر وزارتونو پاتې او اغلې مومند بې واکه اعلان شوه

د ولسي جرګې په نننۍ علني ناسته کې ډېری وکیلان حاضر نه وو، چې ظاهراً د استیضاح په غونډه کې د وزیرانو ناسوبتیا له قانون جوړوونکې قوې سره د حکومت د مخامخېدو په معنا ګڼل کېږي.

ځینې وکیلان د استیضاح د بهیر ځنډولو پلویان وو.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د کابینې ۹ وزیران ولسي جرګه کې استیضاح شول، چې یوازې درې یې پر خپلو څوکیو پاتې او نور بې واکه اعلان شول.

ولسي جرګې ۱۷ وزیران له دې کبله استیضاح ته وربولي، چې د وزارتونو پراختیايي بودیجه یې نه ده لګولې، تر اوسه ایله درې وزیران د استیضاح دغو غونډو ته ورغلي او نور په غیاب کې استیضاح شوي.

له ښۍ خوا، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ په لومړۍ ورځ د ولسي جرګې استیضاح کې بې واکه شول
د عکس تشریح، له ښۍ خوا، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ په لومړۍ ورځ د ولسي جرګې استیضاح کې بې واکه شول
له ښۍ خوا کيڼ اړخ ته: د پوهنې وزیر اسدالله حنیف، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د ترانسپورت وزیر محمد الله بتاش تېره ورځ ولسي جرګې استیضاح کړل
د عکس تشریح، له ښۍ خوا کيڼ اړخ ته: د پوهنې وزیر اسدالله حنیف، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د ترانسپورت وزیر محمد الله بتاش تېره ورځ ولسي جرګې استیضاح کړل

اختلافونه

د لړم/عقرب ۲۲مه) ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزیره نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ استیضاح اوله دندو ګوښه کړل.

ددغو وزیرانو د استیضاح لاملونه له ۷۰ سلنې د کمې بودیجې لګول، د بودیجې په لګښت کې له قانون نه سرغړونه او د پرمختیایي بودیجې د وړاندې اخیستل شویو پیسو بېرته نه ورکول بلل شوي.

دا پرېکړه د ملي یووالي حکومت د مشرانو د اندېښنې لامل شوه او تېره شپه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پارلمان دا ګام "غیرموجه" وباله.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هم ولسي جرګې ته د یوه لیک په استولو غوښتنه کړې چې د ملي یووالي حکومت د وزیرانو د استیضاح بهیر دې وځنډول شي.

دغه مکتوب د پارلمان د غړو غوسه راوپاروله او د نن ورځې په ناسته کې یې ادعا وکړه چې دولت په ښکاره د استازو مجلس خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او د هغوی پرېکړې ته درناوی نه کوي.