ولسي جرګه: کوم وزیران چې پرمختیایي بودیجه تر ۷۰ سلنې کمه ولګوي استیضاح کېږي

د افغانستان پارلمان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسي جرګې ویلي؛ کومو وزارتونو چې تر ۷۰ سلنې ډیره پرمختیايي بودیجه لګولی، چارې یې ارزول کېږي

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د نن ورځې (عقرب/لړم ۱۲مه) ناستې په پای کې وویل؛ کومو وزارتونو چې په هر دلیل تر ۷۰ سلنې کمه بودیجه لګولې استیضاح کېږي.

تراوسه د دغو وزارتونو نومونه نه دي اعلان شوي.

ښاغلي ابراهیمي وویل؛ د ولسي جرګې د کمېټو د رییسانو په غونډه کې به دا موضوع د جرګې د غونډې به اجنډا کې شامله شي.

د دې ترڅنګ ولسي جرګې ویلي؛ کومو وزارتونو چې تر ۷۰ سلنې ډیره پرمختیايي بودیجه لګولی، چارې یې ارزول کېږي چې ایا بودیجه یې پر ځای او سمه توکه لګولې کنه؟

ولسي جرګې پریکړه کړې چې کوم ځانګړي بودیجوي واحدونه دي، کارونه یې دې لپاره ارزول کیږي چې سرغړونه او درغلي په کې نه وي. وايي که څوک پړه خیژي عدلي او قضايي بنسټونو ته به وروپیژندل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د مرکزي څار د جرګګۍ مشر اسدالله سعادتي وايي؛ په ټوله کې ۴۱ وزارتونو او د ځانګړې بودیجې لرونکو بنسټونو له ۱۳۸۱ لمریز کاله ۱۳ میلیارده افغانۍ پیشکي اخستې چې بیرته یې نه دي سپارلي.

د ولسي جرګې پریکړه دا وه چې که پوروړي وزارتونه او بنسټونه دا پیسې بیرته ونه ګرځوي، نشي کولی چې له مالیې وزارته نورې پیسې وغواړي.

ابراهیمي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی ابراهیمي وايي دا موضوع به جرګې د غونډې په اجنډا کې شامله شي

داسې ګونګوسې هم اوریدل کیږي چې مالي کال پای ته رسېږي، یو شمیر وزارتونه او خپلواک بنسټونه د بودیجې د لګونې د کچې د پورته کولو په نیت بېځایه لګښتونه کوي.

ولسي جرګه وايي دا هم ورته د منلو نه ده.

خو یو شمېر استازو په یوه نه یوه ډول له دې پریکړې سره مخالفت وکړ، او دلیل یې دا ښوده که داسې کېږي نو د حکومت ټول وزیران باید استیضاح شي.

د ولسي جرګې د څار د مرکزي کمیسیون د ریپوټ له مخې نژدې ټولو وزارتونو او خپلواکو بنسټونو تر ۷۰ سلنې لږه پرمختیايي بودیجه لګولی ده. یا یې هم سرغړونې کړې دي.

د افغانستان مالیې وزارت وړاندې ویلي و چې د بودیجې د لګښت په تړاو ډېره اندېښنه نشته او دا وزارت تمه لري چې د سږکال د بودیجې لګولو کچه ۸۰ سلنو ته ورسېږي.

د افغانستان ټوله کلنۍ بودیجه نژدې ۶،۶ میلیارد ډالر دي چې له دې نژدې ۴ میلیارده عادي بودیجه ده چې ترډېره د کارکوونکو پر معاشونو او د دولت پر عادي لګښتونو لګول کېږي او ۲،۵ میلیارده یې پرمختیایي بودیجه ده چې د ودانیزو او پرختیايي چارو لپاره بېله شوې ده.