ارګ: د وزیرانو بې واکه کول پر نړیوالو مرستو منفي اغېز کولی شي
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو استيضاح کول به د حکومت د دريو قواوو تر منځ شته همغږي له منځه یوسي او یو د بل پر وړاندې به یې ودروي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسين مرتضوي وايي، د ولسې جرګې له خوا د وزیرانو د استيضاح کولو لړۍ کېدای شي د هغو نړیوالو مرستو چې له افغانستان سره یې ژمنه کړې، منفي اغېزې وکړي او ښايي دا چاره په نړیواله کچه د افغانستان باور ته زیان ورسوي.
نوموړي نن یوې خبري غونډې ته وویل، بودیجه د مدیریت یوه برخه ده او یوازې د بودیجې لږ لګول د دې لامل نه شي کېدی چې د ولسې جرګې له خوا دې له وزیرانو د باور رایه واخیستل شي.
د ښاغلي مرتضوي په وينا د ادارو له خوا د د پرمختيايي بوديجې لږ لګولو يو لامل هم په "ملي شورا پورې اړه لري چې بوديجې په خپل ټاکلي وخت نه تصويبوي". ده وويل د کال "منځمهاله ارزونه ډېر ناوخته د شورا له خوا منل کېږي".
نوموړي دغه خبرې له هغه وروسته کړې چې نن (۱۳ نومبر) ولسي جرګې د ترانسپورټ وزير محمد الله بتاش او د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي له واکه بې برخې کړل.
د افغان کابينې د غړو د استيضاح په لړ کې پرون هم ولسي جرګې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د کار ټولنيزو چارو ، شهدا او معلولينو وزيره نسرين اورياخېل او د فوايد عامې وزير محمود بليغ څخه د باور رايه اخيستې وه.
دا پرېکړه د ملي يووالي حکومت د مشرانو د اندېښنې لامل شوه او تېره شپه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پارلمان دا ګام "غيرموجه" وباله.
په پارلماني چارو کې د دولت وزير هم ولسي جرګې ته د يوه ليک په استولو غوښتنه کړې چې د ملي يووالي حکومت د وزيرانو استيضاح دې وځنډول شي.
ولسي جرګه د دغو وزیرانو د استيضاح لاملونه له ۷۰ سلنې د کمې بودیجې لګول، د بودیجې په لګښت کې له قانونه سرغړونه او د پرمختیایي بودیجې د وړاندې اخستل شویو پیسو بېرته نه ورکول بولي.
خو بله خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ښاغلي مرتضوي وايي، د ولسي جرګې غړو د وزیرانو له خوا وړاندې شویو معلوماتو او راپورونه ته په سمه توګه غوږ نه دی نیولی او دوی د بودیجې په برخه کې جدي او مسلکي پوښتنې هم و نه کړې.

د عکس سرچینه، ارګ
تېره شپه ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ ماڼۍ کې د ولسي جرګې له اداري پلاوي او د کمیسیونونو له ریيسانو سره په ناسته کې د دې جرګې له غړو وغوښتل چې د وزیرانو د پوښتلو لړۍ دې تر هغه وځنډوي چې د بودیجې په برخه کې بشپړه معلومات ور ته ورسېږي.










