د افغانستان ولسي جرګه وايي د يوولسو وزيرانو د استيضاح شرايط پوره شوي او بايد د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د ځواب ويلو لپاره حاضر شي.
جرګې دغه وزيران له دې امله استيضاح کړې چې تېر کال يې تر ۵۰ سلنې کمې کمه بوديجه لګولې ده.
پر همدې افغان ولسمشر حامد کرزي د يوه ليک په استولو له جرګې غوښتي چې د کورنيو، دفاع، لوړو زده کړو او ښاري پراختيا وزیران استيضاح نه کړي، ځکه چې نوي دي.
خو د جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدير وايي که کوم وزير د استيضاح لپاره ور نه شي، نو دوی به يې د بې صلاحيته کولو لپاره رايه ورکړي:












