د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: د مسکو او ترکیې غونډې د دوحې بهیر ځایناستې نه دي

افغانستان

د عکس سرچینه، MOFA.AF

د عکس تشریح، د بهرنیو چارو ورات په یوه اعلامیه کې وايي، د مسکو او ترکیې ناستې د قطر سولې بهیر ځای ناستې نه دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، په روسیه او ترکیه کې د افغانستان د سولې خبرې د قطر سولې خبرو د بهیر یوه برخه ده، خو د هغه بهیر ځای ناستې نه دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان دولت مرکچیان له طالبانو له پلاوي سره په دوحه کې په خبرو بوخت دي او دا لړۍ به روانه وي.

په اعلامیه کې دغه راز د قطر له دولته مننه شوې چې د اعلامیې په ټکیو د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو کوربتوب کوي او هیله څرګنده شوې چې دغه ګډې هڅې به ښه پایله ولري.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغان سولې لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو کې د پنجشنبې په ورځ جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې دا غونډه د افغان سولې لپاره د نورو نړیوالو هڅو یوه برخه ده او په وینا یې د دې مسلې په تړاو د نړیوالې ټولنې د اندېښنو ښکارندويي هم کوي.

مسکو غونډه د مارچ پر اتلسمه د افغان سولې بهیر د چټکولو لپاره د افغان حکومت، طالبانو، امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډون جوړېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد هم پرون مازدیګر په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او د خپلو وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل.

په دې اړه د ارګ خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د افغان سولې بهیر او راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

زلمی خلیلزاد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، زلمي خلیلزاد پرون کابل کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره ولیدل.

وروسته له هغه چې زلمي خلیلزاد لومړی په قطر کې له طالبانو او بیا په کابل کې له ولسمشر غني او د افغانستان ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ولیدل، نو په مسکو کې جوړېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره افغان حکومت او طالبانو خپل پلاوي اعلان کړل.

د افغان حکومت د پلاوي مشري به د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري به/ په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر مشر ملا برادر کوي.

عبدالله او ملابرادر هم دې غونډې ته ځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عبدالله او ملابرادر هم دې غونډې ته ځي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د طالب پلاوي د ګډون په اړه وویل:

"د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا برادر اخوند به د یوه لس کسیز لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مسکو کې د اسلامي امارت په استازۍ ګډون وکړي."

د مسکو په ناسته کې د دواړو خواوو حضور یو لوی پرمختګ ګڼل کېږي.

دغه راز د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې د رهبرۍ او اجرایه شورا غړي محمد امین کریم هم له بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه: چې ښاغلي حکمتیار به هم د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي:

"د حزب اسلامي ډلې د مشر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ به زموږ یو درې کسیز پلاوی د مارچ میاشتې په اتلسمه نیټه د مسکو غونډه کې ګډون وکړي. زموږ له نظره دا کنفرانس د افغانستان د سولې په بهیر کې یو مثبت او نوی بدلون دی."

د مسکو او انکرې غونډې

Hezbi islami
د عکس تشریح، ګلبدین حکمتیار هم مسکو غونډه کې ګډون کوي.

په مسکو او ورپسې ترکیه کې د دې غونډو جوړیدو موخه د افغان سولې ملاتړ، د دې بهیر ګړندي کول، د جګړې پای ته رسول او پر اوربند خبرې دي.

د روسیې په کوربتوب د مسکو غونډه راتلونکې پنجشنبه جوړېږي خو په ترکیه کې د جوړیدونکې غونډې نیټه نه ده په ډاکه شوې.

خو په دې وروستیو کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو ویلي و چې د اپریل په میاشت کې به جوړه شي.