د ټرمپ او قطر امیر تر منځ د افغان سولې پر موضوع خبرې شوې
د قطر خبري اژانس د یوه راپور له مخې پرون د پنجشنبې په ورځ "اتم د اګسټ" د دغه هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد ال الثاني د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.
د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د اتم پړاو خبرې روانې دي او همدارنګه بېلابېلې سرچینې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړو د وروستي کېدو په اړه رپوټونه ورکوي.
د قطر خبري اژانس د دې ټیلیفوني خبرو په اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

د عکس سرچینه، @TAMIMBINHAMAD
" د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي نړيوال او سیمه ییز ستراتیژیکې ملګرتیاوې په ځانګړي توګه د قطر په دوحه کې د افغانستان د سولې پرمختګونه څېړل کېږي."
د قطر له امیر سره د ولسمشر ټرمپ د خبرو ډېر جزیات نه دي پر ډاګه شوي، خو له دې مخکې د تېرې جولای میاشتې وروستیو کې ښاغلي ټرمپ واشنګټن کې له پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سره خبرو کې وویل، له پاکستان او نورو هېوادونو سره پر دې کار کوي چې څرنګه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، ځکه په وینا یې امریکا نور نه غواړي چې په سیمه کې د پولیسو رول ولوبوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
له هغه وروسته افغان حکومت له پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سره کتنه کې د افغانستان په تړاو د ولسمشر ټرمپ د لانجمنو څرګندونو په اړه له واشنګټنه سپیناوی غوښتی و او د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي و، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیېو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړی، چې د سوېلي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ تګلاره کې بدلون نه دی راغلی.
د خبرپاڼې په وینا، ښاغلي پمپېو ویلي، امریکا دې ته هم ژمنه ده، چې د اړوندو شرطونو پر بنسټ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.
بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناروې له چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.
ښاغلي خلیلزاد چې پرون یې په اوسلو کې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې اني ماري اریکسن سوریدي سره لیدلي، هغې ته د افغان سولې د بهیر اوسني وضعیت او راتلونکي پړاو په اړه معلومات ورکړي.
نوموړي نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ناروې د خبرو لپاره په اسانچارۍ کې د نړۍ په سطحه مخکښه ده او له افغانستان سره سولې ته په رسېدو کې هم مرسته کولای شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د ټاکنو د ځنډېدو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د موافقې هغه راپورونه ناسم بللي، چې ګواکې ولسمشر غني د قطر د سولې د خبرو متن تایید کړی او ټاکنې به ځنډوي.
پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ته یو تن نوماند محمد حنیف اتمراعلان وکړ چې هغه د خپل کمپاین د درولو پریکړه کړې ده.
د ښاغلي اتمر د "سولې او اعتدال" ټیم په یوه اعلامیه کې د کمپاین د درولو یو لامل یې د سولې په پروسه کې پرمختګ ښودلی.









