د قطر خبرې؛ د روژې پر دویمه مذاکرات بېرته پیلږي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو د قطر پلازمېنې دوحې په یوه دیپلوماتیکه سیمه کې د بندو دروازو تر شا د قطري چارواکو په مخامخ کوربتوب دوام لري.

په قطر کې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو په شپږ پړاو کې د یوې ورځې لپاره دمه اعلان شوې ده او د روژې پر لومړۍ ورځ، یعنی دوشنبه به خبرې نه کېږي. د طالبان د مرکچي پلاوي یوه غړي په دوحه کې د بی بي سی شعیب شریفی ته ویلي، نن یکشنبه د دواړو خواو خبرو کې ښه پرمختګ شوی دی.

دا سرچینه زیاتوي، له یوه ورځ دمې وروسته به سه شنبه مذاکرات بېرته پیل شي.

د تېرو څو ورځو له خبرو وروسته هم د دواړو خواو مرکچیان خوښ ښکاره کېدل او داسې تمه شته چې د خبرو دا شپږم پړاو به څه نا څه لاسته راوړنه ولري.

زموږ همکار شعیب شریفي چې د خبري پوښښ لپاره دوحې ته ورغلی، وايي، یوې سرچینې چې په دې خبرو کې یې برخه لرله بي بي سي ته وویل د شنبې ورځې خبرو له پیل وړاندې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سهار مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبد الغني برادر سره وکتل.

دا سرچینه وايي له دې کتنې وروسته هم په خبرو کې او هم پر ټویټر بیانونو کې د ښاغلي خلیلزاد لهجه بدله شوه.

ښايي د دې سرچینې اشاره پر ټویټر د زلمي خلیلزاد هغه پیغام ته وي چې ویې ویلي یې دي د هرې سولې پایله د ښکېلو خواوو له خوا پر ځمکه د وسلې ایښودل وي، ده زیاته کړې امریکايان دې ګام پورته کولو ته چمتو دي.

له دې وړاندې ښاغلي خلیلزاد ویلي و له طالبانو یې غوښتي وسلې وغورځوي، دې څرګندونو د طالبانو غبرګون را وپاراوه او یوه ویاند یې پر ټویټر پیغام کې وویل امریکا دې د طالبانو له خوا پر ځمکه د وسلې ایښودلو خبره هېره کړي.

د ۶ پړاو خبرو مهه موضوع

په شپږم پړاو خبرو کې پر څلورو موضوع ګانو خبرې راټولې دي، یو دا چې افغان خاوره به د نورو پرضد نه کارول کیږي، بین الافغاني خبرې به ترسره کیږي، او د تاوتریخوالي کچه به راټیټېږي. په پنځم پړاو کې هم پر دې موضوع ګانو خبرې شوې وې، خو دا ځل پرې جدي خبرې کېږي.

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالب مرکچیان او امریکايي پلاوی د خبرو له غونډې خوښ راووتل او سم لاسي له قطري چارواکي سره یو ځای د ډوډۍ خوړلو لپاره پر یوه مېز راټول شول.

امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د ډیرو معلوماتو له ورکولو پرته ویلي له طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کوي، دده په وینا دا به یوه هر اړخیز اوربند ته لاره هواره کړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش ټاکل او اوربند هغه مهمې مسالې دي چې دواړه لورې یې په اړه جدي ملاحظات لري.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو د قطر پلازمېنې دوحې په یوه دیپلوماتیکه سیمه کې د بندو دروازو تر شا د قطري چارواکو په مخامخ کوربتوب دوام لري.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي تمه ده په نننیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ وشي او دا تمه هم شته چې د یوې جوتې پایلې تر لاسه کولو لپاره خبرې په روژې میاشت کې هم دوام وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای