خلیلزاد: د سولې لپاره وسله باید پر ځمکه کېښودل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد وايي، د سولې لپاره باید ټول لوري خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.
نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، 'د سولې هر بریالي بهیر لپاره باید ټول لوري وسله پر ځمکه کېږدي. د دې لپاره چې دا هدف تر لاسه شي، د تاوتریخوالي کچې پر ټیټولو د ټولو لوریو هوکړه اړینه ده او اخلاقاً مسئولانه انتخاب دی، موږ چمتو یو ''
ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې له یوې ورځې دمې وروسته د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې نن 'شنبه می څلورمه ' بیا پیل شوې.
د خبرو دغه شپږم پړاو کې پرون دمه وه او نن شویو خبرو کې د طالبانو په وینا د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر موضوع یو څه پرمختګ شوی دی، خو امریکا یې په اړه څه نه دي ویلي.
قطر کې د بي بي سي خبریال شعیب شریفي وايي، داسې ښکاري چې د تېرې اونۍ لانجه لا هم پر خپل ځای پاتې ده.
امریکايي استازی زلمی خلیلزاد دا ځل هڅه کوي چې د نورو خبرو تر څنګ پر طالبانو ومني چې که اوربند نه کوي، لږ تر لږه تاوتریخوالی باید کم کړي.
هغومره چې امریکایان پر اوربند ټینګار کوي، همدومره طالبان اوربند ته حساسیت ښيي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
طالبان وايي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش د نورو خبرو تر سیوري لاندې باید رانشي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل:
''نن هم د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم او د امریکا متحده ایالتونو د ټیم تر منځ پر هماغو دوو ټکو خبرې روانې وې، چې هغه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او چا ته اجازه نه ورکول چې د نورو هېوادونو خلاف د افغانستان خاوره استعمال کړي.
پرون د جمعې ورځې له کبله رخصتي وه او نن بیا خبرې پیل شوې او کېدای شي سبا ته هم وغځېږي.
زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره په خبرو کې پر څلورو موضوعاتو ټینګار شوی دی، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، د بین الافغاني خبرو ترسره کېدل او د تاو تریخوالي کچې راټیټول پکې شامل دي.
د ده په وینا دا هغه موضوعات دي چې باید له یوه بل سره جوخت پرمختګ وکړي. ویل کېږي د بین الافغاني خبرو او د بل چا خلاف د افغان خاورې پر نه استعمال پرمختګ شوی دی، خو اصلي لانجمنې خبرې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش او د اوربند خبره ده، چې امریکایان او طالبان یې په اړه جدي وړاندیزونه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
روانې خبرې د تړلیو دروازو تر شا او دا ځل د قطر حکومت په مستقیم کوربتوب سره تر سره کېږي. یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دا خبرې به له روژې میاشتې مخکې پای ته ورسېږي، خو اختلافونه تر دې دمه ژور دي.
د سرچینې په وینا ښايي د امریکایانو او طالبانو تر منځ د شپږم پړاو خبرې له کومې جووتې پایلې پرته پای ته ورسېږي. خو داسې معلومېږي چې امریکا پلاوی کوښښ کوي د روژې له پیلېدو سره بیا هم خبرې وغځېږي او د خبرو دغه پړاو یو څه جووته پایله ولري.










