تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قطر خبرې؛ د روژې پر دویمه مذاکرات بېرته پیلږي
په قطر کې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو په شپږ پړاو کې د یوې ورځې لپاره دمه اعلان شوې ده او د روژې پر لومړۍ ورځ، یعنی دوشنبه به خبرې نه کېږي. د طالبان د مرکچي پلاوي یوه غړي په دوحه کې د بی بي سی شعیب شریفی ته ویلي، نن یکشنبه د دواړو خواو خبرو کې ښه پرمختګ شوی دی.
دا سرچینه زیاتوي، له یوه ورځ دمې وروسته به سه شنبه مذاکرات بېرته پیل شي.
د تېرو څو ورځو له خبرو وروسته هم د دواړو خواو مرکچیان خوښ ښکاره کېدل او داسې تمه شته چې د خبرو دا شپږم پړاو به څه نا څه لاسته راوړنه ولري.
زموږ همکار شعیب شریفي چې د خبري پوښښ لپاره دوحې ته ورغلی، وايي، یوې سرچینې چې په دې خبرو کې یې برخه لرله بي بي سي ته وویل د شنبې ورځې خبرو له پیل وړاندې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سهار مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبد الغني برادر سره وکتل.
دا سرچینه وايي له دې کتنې وروسته هم په خبرو کې او هم پر ټویټر بیانونو کې د ښاغلي خلیلزاد لهجه بدله شوه.
ښايي د دې سرچینې اشاره پر ټویټر د زلمي خلیلزاد هغه پیغام ته وي چې ویې ویلي یې دي د هرې سولې پایله د ښکېلو خواوو له خوا پر ځمکه د وسلې ایښودل وي، ده زیاته کړې امریکايان دې ګام پورته کولو ته چمتو دي.
له دې وړاندې ښاغلي خلیلزاد ویلي و له طالبانو یې غوښتي وسلې وغورځوي، دې څرګندونو د طالبانو غبرګون را وپاراوه او یوه ویاند یې پر ټویټر پیغام کې وویل امریکا دې د طالبانو له خوا پر ځمکه د وسلې ایښودلو خبره هېره کړي.
د ۶ پړاو خبرو مهه موضوع
په شپږم پړاو خبرو کې پر څلورو موضوع ګانو خبرې راټولې دي، یو دا چې افغان خاوره به د نورو پرضد نه کارول کیږي، بین الافغاني خبرې به ترسره کیږي، او د تاوتریخوالي کچه به راټیټېږي. په پنځم پړاو کې هم پر دې موضوع ګانو خبرې شوې وې، خو دا ځل پرې جدي خبرې کېږي.
امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د ډیرو معلوماتو له ورکولو پرته ویلي له طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کوي، دده په وینا دا به یوه هر اړخیز اوربند ته لاره هواره کړي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش ټاکل او اوربند هغه مهمې مسالې دي چې دواړه لورې یې په اړه جدي ملاحظات لري.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو د قطر پلازمېنې دوحې په یوه دیپلوماتیکه سیمه کې د بندو دروازو تر شا د قطري چارواکو په مخامخ کوربتوب دوام لري.
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي تمه ده په نننیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ وشي او دا تمه هم شته چې د یوې جوتې پایلې تر لاسه کولو لپاره خبرې په روژې میاشت کې هم دوام وکړي.