افغان سوله؛ کاذب خیال که ریښتینی هوډ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کریم حیدري
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي پوځ د ورځې په لمانځغونډه کې له نړیوالې ټولنې ګیله وکړه چې څلوېښت کاله یې افغانستان د سولې له حقه محروم ساتلی.
خو د افغانستان په ناخوالو کې یوازې نړیواله ټولنه ګرمه نه ده. د هغوی لاس وهنه د خپلو سیاسي موخو لپاره ده.
د شوروي یرغل پر مهال د رونالد رېګن ادارې دریځ دا و چې تر هغه چې یو افغان ژوندی وي د شوروي ضد مرستې به له افغانانو سره کیږي.
د هغه وخت حکومت مخالفینو به ویل تر هغه چې یو افغان ژوندی وي د شوروي اتحاد پر ضد به جنګیږي. امریکا او جهادي ډلو یوه خبره کوله او ګټې یې شریکې وې.
توپیر یې دومره و چې د امریکا لپاره جګړه وسیله وه او د افغان مینوالو لپاره یې جهاد. داسې ښکارېده چې د وژنې، ویجاړۍ او تباهۍ د مخنیوي په اړه یو لوري هم فکر نه کاوه.
افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې له ښکېلېدو سره هغه ډلې ټپلې او کسان یو ځل بیا واک ته ورسېدل چې عام ولس یې د تېرو کړونو محاکمه غوښته.
خو د زورواکو سره له معاملې پرته امریکا بله لار نه لیدله. کوم پیاوړی بدیل یې نه مونده. ځپل شوي ولس کې د یو موټي کېدو تومنه نه وه.
ریښتیني مشران د عدالت له غږ اوچتولو مخکې زورواکو په ګونډو کړل، ځینې نور امریکایانو د ترهګرۍ په تور په بګرام کې په سپیو وداړل او ګوانتنامو کې یې د ناهیلۍ تورتم ته وسپارل.
ځینې پکې وطني او نړېوال ترهګر وو خو ځینې نور پکې خړ پړ افغانان.
اوس د واشنګټن نوې ادارې یو ځل بیا د سولې خبرې د زلمي خلیلزاد له سفر سره راپورته کړې.
د لنډ مهال حکومت او نړیوال کنفرانس ګنګوسې هره افغان سیاسي ډله د خپلې ګټې لپاره خپروي.
اوسنۍ هڅې څومره اغېز لري؟

د عکس سرچینه، ARG
خو ایا د بهرنیانو د سولې هڅې که ریښتینې یا ظاهري وي څومره اغېز به ولري؟ د افغانستان پیچلي وضعیت ته په کتو یوازې افغانان خپل کور ته سوله راوستی شي که څه هم بهرنی ملاتړ ورته اړین دی. وایي که نه ځې په شا به دې کړم چې نه خورې څه به دې کړم؟
د افغانستان په جګړه کې دواړه کورنۍ ښکېلې ډلې په یو بل ناباوره دي او د یو بل د سولې په هوډ شک کوي.
افغان حکومت طالبان د پاکستان استخباراتي شبکې ګوډاګیان بولي، طالبان دولت د امریکا لاس پوڅی ګڼي.
دولت له پاکستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې ساتي. طالبان له امریکایانو سره روغه جوړه کوي. خو دولت او طالبان د یو بل وینې ته تږي ناست دي. دومره کرکه د مسلمان او نامسلمان تر منځ هم ښایي نه وي.
دا ډول ناباوري په نولسمه پېړۍ کې د هند په مسلمانانو کې هم وه. له دیني مدرسو راوتلي سخت دریځه مسلمانانو په عصري علومو سمبال مسلمانان د دین دښمنان بلل.
مقابل لوري بیا ملایان له سیاسي وضعیت ناخبره او په خوب ویده ګڼل. د دوی ترمنځ نفاق د بریتانیوي استعمار په ګټه و.
هندوانو او د هند بریتانیوي حکومت دواړو ته په یوه سترګه کتل. د هند مسلمانانو دواړو ډلو خپل پاېښت په خپل هویت یعنې اسلام پورې تړلی باله.
د سید جمال الدین افغان رول

د عکس سرچینه، SYED JAMALUDIN AFGHAN EDUCATIONAL CENTER
خو ترمنځ واټن یې څه په خپل لاس او څه د واکمن رژیم لخوا په ډېرېدو و.
د اسلامي نړۍ د ویښونې مخکښ سیدجمال الدین افغان چې کله هند ته ولاړ، دواړه ډلې یې د یو بل لازم او ملزوم وبللې.
د لویدیز ځواک پر وړاندې عصري علوم یې اړین او له فساده پاکې ټولنې لپاره یې اسلامې اصول غوره وبلل. دواړه ډلې یې پخلا کړې او ان هندوان یې د استعمار پر وړاندې وهڅول.
په هند کې د ارواښاد سیدجمال الدین د پاتې کېدو مخه ونیول شوه. خو د استبداد پروړاندې فکري لارښونه یې د هند مسلمانانو او هندوانو ته ورکړه.
همدا فکر اقبال لاهوري په خپلو شعرونو او مقالو کې وسپړ. په هند کې د خپلواکۍ سیاسي هڅې پیاوړې شوې.
د هند اسلامي ټولنه نه یوازې سیاله شوه، بلکې راتلونکي اسلامي هېوادونو لکه ختیځ پاکستان (بنګلادېش) او لویدیز پاکستان جوړ شول.
د افغان بری او د سید افغان اندېښنه
د افغان انګلیس دوهمې جګړې وروسته سید جمال الدین په ۱۸۷۸ کې وویل:
انګرېزانو د جګړې په ډګر کې ماته وخوړه خو که زموږ علم او شعور په اوسني حال پاتې شي دا بریا به لنډ مهاله او بې ګټې وي.
ښایي په دې د افغان حکومت هم سر خلاص وي چې د نړیوالې ټولنې په مرستو سربېره په یوازې سر واکمني د جګړې او وینې بهېدنې دوام دی. د طالبانو په لیکو کې هم خلک له جګړې ستړي شوي.
د یوې جګړې لپاره د افغانستان له نورو سیمو جنګیالي ورغواړي او په نابلده سیمه کې درانده تلفات زغمي. نو اړ دي چې د یو ځواکمن راتلونکي حکومت لپاره مصلحت وکړي.
ان که خپله بریا شونې هم بولي د بشپړ حکومت وړتیا په دوی کې نشته. جنګیالي یوازې په جګړه کې توریالي دي. حکومتولي د سیاست او ادارې تجربه غواړي.
خو طالبان د یو پیاوړي ځواک په توګه د نظام مهمه برخه جوړولی شي. د ملت ژغورنې اراده چې نه وي، نه خلیلزاد، نه روسیه او نه هم پاکستان دې ولس ته سوله راوستی شي.
د ذلت څپېړې هرچا خوړلې خو ذلیل ژوند یوازې جهالان کوي.
په افغانستان کې د یو پیاوړي راتلونکي حکومت لپاره نه یوازې د ځواکمنو ډلو له ځان تیرېدنه اړینه ده، ویښ او ننګیالي ولس ته هم اړتیا ده.

د عکس سرچینه، Reuters
له بده مرغه صنعت او سوداګري په نشت حساب ده. په ښارونو کې لوستې ځوانان بې روزګاره دي. په کلیو کې نوی نسل تعلیم ته د نه لاسرسي له امله د جهالت په لور روان دی.
دیني عالمان په فرقو او طریقو وېشل شوي. هر یو ځان پر حق بولي او بل په بدعت تورنوي. سوال او دروېزه یوازې د بې وزله خلکو کار نه دی، په ځان جوړ غښتلي ځوانانو ته ننګ نه ښکاري چې بل ته لاس اوږد کړي.
شخصي ګټو دومره د خلکو سترګې پټې کړې چې ملي ګټې یې یو ځل ذهن ته لا نه ورځي. د فساد په حرامو پیسو خلک حج کوي او په خپله شتمنۍ ویاړي.
پاکوالی او صداقت د بیعقلۍ او بزدلۍ نښه بولي. په یوه مبایل ټیلفون خلک وژل کیږي. پر سړک روانه ښځه کې د هر نارینه سترګې خښیږي او په دې عمل نه شرمیږي.
د افغانستان په غمیزه کې روس، امریکا یا پاکستان ګرم بلل درد نه کموي. هغوی خپلو موخو ته کار کوي.
په بل هېواد کې لاس وهنه خپل حق بولي .خدای د هېڅ ملت یا شخص برخلیک نه بدلوي مګر دا چې پخپله د بدلون په لټه کې شي. اراده چې نه وي په تش توکل پورې ځان نښلول بې ګټې دي.










