هند وايي دوو کلونو کې به له پاکستان سره پوله په بشپړه توګه وتړو

د ګجرات سرکریک په څېر سیمو کې به چې د اوبو له لارې تګ راتګ کېږي، دغه اقدامات نور کلک شي
راج ناتھ سینګ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ګجرات سرکریک په څېر سیمو کې به چې د اوبو له لارې تګ راتګ کېږي، دغه اقدامات نور کلک شي راج ناتھ سینګ

د هند کورنیو چارو وزیر راج ناتھ سینګ وايي، دوو کلونو مودې کې به له پاکستان سره د هند پوله په بشپړه توګه وتړل شي.

نوموړي له پاکستان سره د هغو څلورو لارو د ارزونې له یوې غونډې وروسته دغه څرګندونې کړې، چې پاکستان سره پرې تګ راتګ کېږي.

د پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس په رپوټ کې د هغه له قوله ویل شوي، چې پاکستان سره به د خپل هېواد څه باندې درې زره کیلومتره اوږده پوله د نوې تکنالوژي په مرسته وتړي.

  • <paragraph> <link type="page"><caption> هند د پاکستان پولې ته څېرمه 'بمباري' کړې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160929_hh-loc_indian_firing_pak_solider_killed" platform="highweb"/></link></paragraph>

خو هغه وايي په دې لړ کې پر یوه نوي پلان کار کوی. د ښاغلي سینګ په وینا په بشپړه توګه د پولې تړلو دغه پروګرام څارنه به د کورنیو چارو وزیر، سرحدي ځواک او پولې ته څېرمه د څلورو ایالتونو اعلی وزیران کوي.

نوموړي په وینا:

د ښاغلي سینګ په وینا په بشپړه توګه د پولې تړلو دغه پروګرام څارنه به د کورنیو چارو وزیر کوي

د عکس سرچینه، AVEENDRANAFPGetty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي سینګ په وینا په بشپړه توګه د پولې تړلو دغه پروګرام څارنه به د کورنیو چارو وزیر کوي

''د ګجرات سرکریک په څېر سیمو کې به چې د اوبو له لارې تګ راتګ کېږي، دغه اقدامات نور کلک شي.''

د سپتمبر په ۱۸ وسله والو کسانو د هند تر کنترول لاندې اوړي سیمه کې د هندي امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړ، چې پایله کې یې ۱۹ پوځیان ووژل شوو او له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي شوو.

هند د هغه برید تور پر پاکستان پورې کړ او په دیپلوماتیک ډګر کې یې د پاکستان د ګوښي کولو لپاره هلې ځلې پیل کړې. خو اسلام اباد دغه تورونه په کلکه رد کړي.

  • <paragraph> <link type="page"><caption> هند به پاکستان په ګرده نړۍ کې ګوښه کولو ته اړباسي'</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160925_hh-india_modi_pakistan" platform="highweb"/></link></paragraph>

د سپتمبر په ۲۹ هند ادعا وکړه، چې کشمیر کې یې د هغې کرښې ' لاین اف کنټرول ' په شاوخوا سیمه کې، چې کشمېر د هند او پاکستان تر منځ ویشي، د اورپکو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي نور هم خړ پړ شوو. پاکستان د هند دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ له شوي اوربنده سر غړاوی دی، چې پایله کې یې د دوی دوه پوځيان وژل شوي دي.