"پاکستان د ترهګرۍ پر ضد کار لږ، ادعاوې زیاتې کوي"

د عکس سرچینه، AP
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان د انګلیسي ژبې لويې او معتبرې ورځپاڼې ډان نن په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان سیاسي واکمنو د دغه هېواد پوځ ته په ښکاره ویلي، چې یا د ترهګرو ملاتړ پرېږدئ او یا بیا په نړیواله کچه ځان یواځيتوب ته تیار کړئ.
د دغې ورځپاڼې د یوه راپور په خبره تېره اوونۍ په یوه غونډه کې د پاکستان د پنجاب ایالت مشر وزیر شهباز شریف د څارګرې ادارې ای ایس ای مشر جنرال رضوان اختر ته په فوق العاده توګه ویلي، د پاکستان څارګرې ادارې باید د جیش محمد، لښکرطیبه او حقاني شبکې پر ضد له زړه ګام پورته کړي.
د ده په وينا که يې ولسي امنيتي ارګانونه پر ضد عمليات کوي، نو باید څارګرې ادارې د ترهګرو پر ځای د دې امنيتي ارګانونو ملاتړ وکړي.
- <link type="page"><caption> د ډیلي او اسلام اباد ترېنګلتیا: د هند پوځ مشر کشمیر کې خپلو پوځیانو سره کتلي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/10/161002_mns_pakistan_india_tension_kashmir" platform="highweb"/></link>
- <paragraph> <link type="page"><caption> "که پاکستان توپیري چلند ته دوام ورکړي، جګړه نه ختمېږي"</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160913_mns_olson_pakistan_senate" platform="highweb"/></link></paragraph>
د دغې ورځپاڼې په خبره سیاسي واکمنو پوځ ته په خبرو کې زیاته کړې، چې که د دغو ترهګرو ډلو پر ضد ګام نه پورته کوئ بیا په نړیواله کچه یواځیتوب ته ځان چمتو کړئ.
د پاکستاني سیاسي مشرتابه او پوځ ترمنځ د خبرو دا بیان په داسې وخت کې راځي، چې پر پاکستان ګاونډيو نیولې بیا تر ځواکمنو هېوادونو پورې ټول د وسله والو ډلو د ملاتړ تور پورې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دفتر ویاند نفیس ذکریا د پنجشبې په ورځ په اوونیزې خبري ناسته کې که څه هم د ډان ورځپاڼې پر دغه بیان له څه ویلو ډده وکړه خو د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره بیا رسنیو په یوه لېږل شوي بیان کې دغه راپور بې بنسټه بلل شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړی زياتوي، هغه خبرې چې په یاده غونډه کې د سیاسي او پوځي مشرتابه ترمنځ شوې وې، په دغه راپور کې يې هېڅ ذکر نشته او ټول راپور يې خیالي بللی.
بلې خواته د پاکستان د اپوزیسيون تر ټولو لوی ګوند د پاکستان پيپلزګوند دويم مشر بلاول بوټو زرداري بیا د ډان ورځپاڼې همدې بیان ته په پام سره پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، په کيسو او درواغو نه ترهګري ختمېدای شي او نه هم سوله راتللی شي.
د بوټو زداري په خبره اوس د پاکستان ولس له واکمنو د ترهګرۍ پر ضد عملي ګام او پايلې غواړي.
- <link type="page"><caption> د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو نوملړ کې د پاکستان شاملولو غوښتنه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160921_ns_mar_us_congressman_pak_terrorism_sponsor" platform="highweb"/></link>
- <paragraph> <link type="page"><caption> ''د هرې پېښې پړه پر پاکستان اچول د هند تګلاره که یې د واکمنو عادت؟''</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160922_ns_foreign_office_briefing" platform="highweb"/></link></paragraph>
پاکستان چې په دې وروستیو کې يې له هند سره یو ځل بیا اړیکي ډېر خراب شوي او ان تر جګړې رسېدلې دي، په هېواد کې دننه او بهر يې واکمن له سختو نیوکو سره مخامخ دي او په دغه هېواد د ترهګرو ډلو د ملاتړ تور پورې کوي.
خو په هېواد کې دننه بیا تر ډېره پورې د ترهګرو ډلو د ملاتړ تور د سیاسي حکومتونو پر ځای پر څارګرو ادارو پورې کېږي، چې همدوی په بېلابېلو ګاونډيو هېوادونو کې د ترهګرو ډلو مرستې او ملاتړ کوي.








