د انګور اډې د دروازې پرانيستلو پرېکړه شوې ده

د افغانستان او پاکستان تر منځ له تاوتريخوالي وروسته د انګور اډې دروازه د افغان چارواکو له خوا تړل شوې وه.
د عکس تشریح، د افغانستان او پاکستان تر منځ له تاوتريخوالي وروسته د انګور اډې دروازه د افغان چارواکو له خوا تړل شوې وه.

د افغانستان د پکتيکا او جنوبي وزیرستان تر منځ د انګور اډې دروازې له تړل کېدو څلور مياشتې وروسته د بيا پرانيستلو پرېکړه شوې ده.

ټاکل شوې چې د پنجشنبې تر ماښام پورې د دغې دروازې دواړو غاړو ته خلک او موټر تګ راتګ وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ له تاوتريخوالي وروسته د انګور اډې دروازه د افغان چارواکو له خوا تړل شوې وه.

  • <link type="page"><caption> تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2016/06/160615_gn_fighting_in_torkham" platform="highweb"/></link>
  • <paragraph> <link type="page"><caption> پاکستان د تورخم د دروازې په پرانېستلو موافقه وکړه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/05/160513_torkham_oppeining_iy" platform="highweb"/></link></paragraph>

جنوبي وزيرستان کې يوه چارواکي ظفر اسلام د ټيليفون له لارې بي بي سي ته وويل، د دغې دروازې د پرانيستلو په موخه د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ له څو ځله غونډو وروسته د دروازې د پرانیستلو پرېکړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د ډيورنډ دواړو غاړو ته پرتو وزير قوم او سوداګرو د دروازې پرانیستلو په موخه ګنې هڅې او غونډې وکړې.

ظفر اسلام وايي، د دروازې د بندېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته زيان رسېدلی دی، خو هيله يې څرګنده کړه چې د پنجشنې په ماښام به د کرښې دواړو غاړو ته تګ راتګ پيل شي.

د ډيورنډ دواړه غاړو ته د برمل سيمه ده چې د وزيرو قوم خلک په کې ژوند کوي.

  • <link type="page"><caption> 'پر تورخم به دروازه جوړيږي، که برید وشي ځواب ورکوو'</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/06/160617_torkham_oppening_iy" platform="highweb"/></link>
  • <paragraph> <link type="page"><caption> افغان کډوال وايي د تورخم له شخړې وروسته پرې فشار زيات شوی</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/multimedia/2016/06/160626_gn_afghan_refugees_in_pakistan" platform="highweb"/></link></paragraph>

څلور مياشتې وړاندې د پلټنې د دغې پوسته پر سر د پاکستان له خوا د دروازې له جوړولو وروسته تاوتريخوالی رامنځ ته شو خو پاکستان بيا ډېر ژر دغه دروازه افغان حکومت ته وسپارله چې دوی بيا د هر ډول ترافيکو پر مخ وتړله.

له دې وړاندې هم دغه دروازه څو ځله تړل شوې وه.

څو مياشتې وړاندې تورخم کې هم د يوې دراوزې جوړولو پر سر د افغان او پاکستان ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې دواړو غاړو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه.