د وژل شويو افغان پوله ساتو ځواکونو له کورنيو سره مرسته

- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي کابل
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال د تورخم په جګړه کې وژل شویو دريو پوله ساتو سرتیر کورنیو ته نغدې پیسې ورکړې.
جنرال عبدالرشید دوستم نن د خپل یوه سلاکار په لاس ۱۵ زره امریکايي ډالر د هغو دریو سرحدي پولیسو کورنیو ته ورکړل، چې د تورخم په درې ورځنۍ جګړه کې د پاکستاني ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي وو.
ښاغلي دوستم د مرستو د ورکړې پر وخت د ننګرهار له والي سره پر ټیلیفون ژمنه وکړه، چې د دريو واړو وژل شويو سرتېرو کورنيو ته به د استوګني کورونه هم ورکوي او یوه بله غوره ژمنه يې دا وه چې د دغو سرتېرو اولادونو ته به د زده کړو لازمې زمینې برابرې کړي.
د ولسمشر مرستیال دغه درې تنه سرحدي پولیس د هېواد ریښتني اتلان وبلل.
د خوشال او ضیا الرحمن پلرونه چې خپل کوچني لمسیان هم ورسره وو د مرستو د اخیستو پر مهال وویل، "د هېواد ساتنې په موخه لا نورې قربانۍ ته هم چمتو دي".
ښاغلي دوستم تېره ورځ ویلي وو، که حکومت اجازه ورکړي له ۵ زره سرتېرو سره به د تورخم د جګړې لپاره ورشي.
د وژل شویو سرتېرو د کورنیو په اړه ویل کېدل، چې ډېر بېوزلي دي او باید لاس نیوی يې وشي.
د وروستۍ ورځې د وژل شوي سرتیري پلار په زندان کې وو او یواځې د څو ورځو لپاره راخوشې شوی دی.
د ختیځې سیمې ډېرو خلکو له افغان ولسمشره غوښتي چې د خوشحال د قربانۍ لپاره دې د هغه د پلار د بند پاتې سزا وبښي.








