تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ بيا نښته شوې

د افغانستان له ختيځ څخه راپورونه وايي، چې تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ يو ځل بيا نښته پيل شوې ده.
د پژواک خبري اژانس په وينا افغان ځايي چارواکو منلې چې ډيورنډ کرښې سره نژدې تورخم کې تازه جګړه شوې ده.
همدا ډول د کرښې بل پلو ته ځينو پاکستاني چارواکو او ځايي اوسېدونکو هم بي بي سي ته د تازه جګړې په اړه خبر ورکړی دی.
ويل کېږي پاکستاني چارواکو يو ځل بيا تورخم کې د دروازې لګولو هڅه کوله چې له امله يې دغه نښته پيل شوې ده.
د ځايي اوسېدونکو په وينا داسې ښکاري چې ډزې د دواړو غاړو له خوا کېږي. تازه نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.
پرون هم په دغه سيمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې وه چې دواړه غاړو ته په کې زيان اوښتی و.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت (دوشنبې ۱۳ جون) په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو، چې پاکستان پرون ماښام د توافقاتو خلاف په تورخم کې د تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی و او ځواکونو يې پر افغان امنيتي ځواکونو بريد کړی و.
د کورنيو چارو وزارت ويلي وو چې په پرونۍ پېښې کې "يو افغان سرحدي سرتېری او شپږ پاکستاني پوله ساتونکي" وژل شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، نښته په سرحدي سیمه کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له خوا د دروازې د جوړولو پر سر پیل شوې، چې افغان سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې وه.








