تورخم شخړه: د افغانستان او پاکستان تر منځ پر اوربند موافقه شوې

په اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي له پاکستاني چارواکو سره خبرې يې ګټورې وې
د عکس تشریح، په اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي له پاکستاني چارواکو سره خبرې يې ګټورې وې

ډيورنډ کرښې ته نژدې تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ له څلورو ورځو نښتو وروسته دواړو غاړو پر اوربند پرېکړه کړې ده.

چهارشنې (۱۵ جون) پاکستان، افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال د بهرنيو چارو وزارت ته ور بللی و او د افغان ځواکونو په ډزو کې د دوی د يوه جګړن علي جواد چنګېزي پر وژنه يې ورته اعتراض وړاندې کړی و.

په اسلام اباد کې افغان سفير زاخېلوال وايي د تورخم په اړه له پاکستاني چارواکو سره يې خبرې ګټوروې وې.

له بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي زاخېلوال وويل، له پاکستاني چارواکو سره يې په اوربند، د تاوتریخوالي په کمولو، دواړو غاړو ته د نظامي تياريو په لږوالي او د روانې ستونزې د هواري په موخه په ځانګړو ګامونو موافقه وکړه.

ښاغلی زاخېلوال وايي، "په دې توافق ته ورسېدو چې يو اوربند وکړو او پرېکړه مو وکړه چې په تورخم کې د دروازې جوړولو کار دې ودرول شي او د خبرو له لارې دې دغه مسله هواره شي".

تورخم کې لومړۍ نښته د تېري یکشنبې په ماښام هغه مهال پېل شوه چې پاکستاني سرتېرو غوښتل هلته يوه دروازه جوړه کړي.

د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو له امله په تېرو څو ورځو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله او زیان اوښتی دی.

افغان چارواکي وايي په دغو نښتو کې يې څو سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي دي.

بلخوا پاکستاني چارواکو هم د يوه جګړن علي جواد چنګيزي د وژل کېدو خبر ور کړی دی.

د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې سوداګر له دغو حالاتو سر ټکوي او وايي روانو نښتو دوی ته ډېر زيان اړولی دی.