تورخم شخړه: پاکستان په اسلام اباد کې افغان سفیر احضار کړ

د عکس سرچینه، Getty

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

پاکستان په دغه هیواد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال نن چارشنبه د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی او د افغان ځواکونو په ډزو کې ددوی د یوه سرتېري جګړن علي جواد چنګېزي پر وژنه يې ورته سخت احتجاج ثبت کړی دی.

تردې وړاندې پر همدې شخړه افغانستان په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی، خو لومړی پاکستان په دغه هیواد کې د سفارت چارسمبالی احضار کړی وو.

هلته پر تورخم دروازه نن چارشنبه په تازه نښته کې د پاکستاني ملېشه و دوه نور سرتېري ژوبل شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي د چارشنبې په سهار یو ځل بیا په تورخم دروازه د پاکستانيو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې او په دغه څلورمه نښته کې يې دوه سرتېري ژوبل شوي دي.

د ډيورنډکرښې پر تورخم دروازې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ حالات ترینګلي دي. په یاده دروازه لومړۍ نښته د تېري یکشنبې په ماښام هغه مهال پېل شوه چې پاکستاني سرتېرو هلته يوه دروازه لګوله.

افغانستان چې ډيورنډ کرښه يې لاهم د یوې نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې، هلته د هر ډول تاسیساتو د جوړولو مخالف دی. تراوسه پورې دواړو غاړو ته په دې نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلې خوا ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یاد وزارت د سلاکار سرتاج عزیز له خولې رسنیو ته په لېږل شوې اعلاميې کې لیکلي، چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید د تورخم دا شخړه د خبرو له لارې هواره کړي.

ځکه چې دده په خبره له داسې شخړو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ پر دوستۍ بد اغېز پرېوتلی شي. دې اعلاميې مخکي لیکلي چې پاکستان چې خپلې غاړې ته يې تاسیسات جوړول په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګولو لپاره دي، چې د افغان غاړې لخوا يې بیا بیا مخه نیول کېږي.

د تورخم دواړو غاړو ته سلګونه لارۍ او بار موټر ولاړ دي

د عکس سرچینه، BBCPashto

د عکس تشریح، د تورخم دواړو غاړو ته سلګونه لارۍ او بار موټر ولاړ دي
پاکستان هم تورخم کې خپل ځواکونه ډېر کړي

د عکس سرچینه، BBCPashto

د عکس تشریح، پاکستان هم تورخم کې خپل ځواکونه ډېر کړي
تراوسه پورې دواړو غاړو ته په دې نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عکس تشریح، تراوسه پورې دواړو غاړو ته په دې نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په تورخم کې د پاکستاني لیویزو یوه چارواکي غنچه ګل بي بي سي ته ویلي د چارشنبې په سهار د پېشلمي په وخت د دواړو غاړو د امنيتي ځواکونو ترمنځ په ډزو کې د پاکستان د سرحدي ځواک دوه

سرتېري ژوبل شوي دي. د غنچه ګل په خبره تردې وړاندې د سې شنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه هم له دواړو خواوو د یوه بل پرضد له سپکو او درنو وسلو سره بریدونه وکړل خو پکې کوم سرتېري ته زیان ونه رسېد.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، MOI