تورخم کې تاوتريخوالی، دواړو غاړو سيمې ته نور سرتېري استولي

د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډيورنډ کرښې ته نژدې تورخم کې له نښتې وروسته دواړو غاړو سيمه کې د خپلو پوځيانو شمېر ډېر کړی دی.
په تورخم کې د دروازې جوړلو پر سره شخړه د دريمې ورځې لپاره هم روانه وه.
د پژواک خبري اژانس په وينا پاکستاني ځواکونو ماښام مهال يو ځل بيا په تورخم کې پر افغان خاورې بريدونه کړي چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
د افغان سرحدي پوليسو د قومندان په وينا د پاکستاني ځواکونو سره تر نښتو وروسته يې لوی شمېر سرحدي پوليس تورخم ته لېږلي دي.
د رويټرز خبري اژانس په وينا د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي، چې د پاکستان پوځ تورخم ته نژدې درنې وسلې او نور پوځيان لېږلي دي.
د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ لومړۍ نښته د تېري یکشنې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې وه چې پاکستاني ځواکونو غوښتل، په تورخم کې دروازه ولګوي.
په دې لومړۍ نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی و. د دغو ځواکونو ترمنځ دوهمه نښته دوشنبې ماسپښين مهال یو ځل بیا هغه مهال پېل شوه چې بیا هم پاکستانيو ځواکونو د دروازې د لګولو هڅه کوله، په دوهمه نښته کې د پاکستاني پوځ په خبره د دوی شپږ سرتېري ټپي شوي وو، چې له دې يې يوه جګړن علي جواد چنګېزي د سې شنبې په ورځ ساه ورکړه.
د خبري سرچينو په وينا تازه نښته سې شنبې ځايي وخت ماښام شوې چې د مرګ ژوبلې په اړه يې تراوسه معلومات نشته.








