هند او بنگله ديش د اسلام اباد په سارک غونډه کې ګډون نه کوي

هند وايي، یو هېواد داسې وضعیت جوړ کړی چې د کانفرنس لپاره مناسب نه دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هند وايي، یو هېواد داسې وضعیت جوړ کړی چې د کانفرنس لپاره مناسب نه دی.

د هند او بنګله دېش چاراکي وايي، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د نومبر پر نهمه او لسمه سارک سرمشریزه کې ګډون نه کوي.

پي اي ای خبري اژانس وايي، د هند د بهرنیو چارو وزارت دا خبره تایید کړې ده.

هند په دې هکله د سارک کانفرنس مشرۍ لرونکی هېواد نېپال هم له خپلې پرېکړې خبر کړی دی.

نوي ډېلي نېپالي چارواکو ته ویلي" یو هیواد داسي وضعیت جوړ کړی چې د غونډې لپاره مناسب نه دی"

د هند د بهرنیو چار وزارت ویاند وکاس سوروپ یوه ټوېټ کې لیکلي " سیمه ییزه همکاري او افراطیت په یو ځای نه شي سره تللی، ځکه نوی ډېلی د اسلام اباد غونډه کې ګډون نه کوي"

سارک سرمشریزه د جنوبي اسیا د اتو هیوادونو د مشرانو ناسته ده چې په هرو دوو کلونو کې ترسره کیږي.

په اسلام اباد کې یې راتلونکې ناسته ۱۹ کانفرنس دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر نېغ د پاکستان نوم یاد کړی نه دی، خو دا یې هم ویلي، چې په دې ناسته کې به یو بل هېواد هم ګډون ونه کړي.

داسې اطلاعات هم شته چې له هند او بنګله دېش وروسته افغانستان او بوتان هم په دې سرمشریزه کې له ګډون ډډه وکړي او دا غونډه وځنډیږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، داسې اطلاعات هم شته چې له هند او بنګله دېش وروسته افغانستان او بوتان هم په دې سرمشریزه کې له ګډون ډډه وکړي او دا غونډه وځنډیږي.

د پاکستان غبرګون

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په یو ټوېټ کې لیکي، له هند یې د دې پرېکړې هیله نه کېده.

هغه دا هم ویلي، چې د نوي ډېلي چارواکو په دې تړاو له اسلام اباد سره رسمي اړیکه هم نه ده نیولې.

نوموړي لیکلي، د هند د بهرنیو چارو وزارت له ټوېټ څخه پاکستان خبر شو، چې نوی ډېلی په سارک سرمشریزه ګډون نه کوي.

نفیس زکریا دا هم وايي، چې "پاکستان اوس هم سیمه ییزې سولې او همکارۍ" ته ژمن دی.

د هغه په خبره "هغه توجیه چې هند یې په کانفرنس کې د نه ګډون لپاره وړاندې کوي، نو نړۍ هم پوهیږي چې هند په پاکستان کې ترهګري خپروي او د ترهګرو مالي ملاتړ کوي."

هغه دا هم ویلي "هند د پاکستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې سره د نړیوالو قوانینو او ملګرو ملتونو د منشور خلاف ورزي کوي"

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، له هند یې د داسې پرېکړې هیله نه درلوده.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، له هند یې د داسې پرېکړې هیله نه درلوده.

د سارک غونډې د ځنډېدلو وېره

د هند له دې پرېکړې وروسته د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي شهریار عالم هم په یوه ټوېټ کې منلې چې ډاکه هم په اسلام اباد کې د سارک سرمشریزه کې ګډون نه کوي.

د هند خبري اژانس ټرسټ اف نډیا وايي، د بنګله دېش چارواکو د سارک اوسني مشر( د نېپال ولسمشر) ته په یو پیغام کې ویلي: "د بنگله دېش په کورنیو چارو کې د زیاتېدونکې لاسوهنې له امله داسې وضعیت جوړ شوی، چې په اسلام اباد کې د سارک ۱۹ سرمشریزې د کامیاب تر سره کېدلو لپاره مناسب نه دی."

په پیغام کې زیاته شوې، چې بنګله دېش "د سیمه ییزي همکارۍ لپاره دا مهال مناسب نه دی او په دې وجه بنګله دېش په سارک سرمشریزه کې ګډون نشي کولی."

له هند وروسته بنګله دېش دویم هېواد دی چې په سارک سرمشریزه کې ګډن نه کوي.

داسې اطلاعات هم شته چې افغانستان او بوتان به هم په سارک سرمشریزه کې د نه ګډون پرېکړه وکړي، په دغسې شرایطو کې دا امکان ډېر دی چې دا سرمشریزه وځنډیږي.

بنګله دېش بوتان، هند، مالدیف، نېپال، پاکستان او سریلنکا په ۱۹۸۵ کال سارک ټولنه جوړه کړه او په ۲۰۰۵ کال افغانستان هم ور سره یو ځای شو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، بنګله دېش بوتان، هند، مالدیف، نېپال، پاکستان او سریلنکا په ۱۹۸۵ کال سارک ټولنه جوړه کړه او په ۲۰۰۵ کال افغانستان هم ور سره یو ځای شو.