۹ کلنې نجلۍ څنګه ماشومانو ته کتابتون جوړ کړ؟

مسکان دا مهال په خپل کتابتون کې تر ۴۰۰ پورې کتابونه لري.

د عکس سرچینه، S Niazi

د عکس تشریح، مسکان دا مهال په خپل کتابتون کې تر ۴۰۰ پورې کتابونه لري.

د هند د مدهیه پردېش ایالت په مرکز بهوپال کې د یوې بې وزله کورنۍ نهه کلنه نجلۍ مسکان د خپلې سیمې د ماشومانو لپاره د یوه کتابتون د سمبالښت چارې پر غاړه لري.

د درګانګر ښار د کلیوالې سیمې اوسېدونکې مسکان سږ کال دا کتابتون د دغه ایالت د ښوونیز مرکز په همکارۍ پیل کړی دی.

مسکان په ډېلي کې د حکومت د پالیسۍ کمېسون له خوا له جایزې ترلاسه کولو وروسته تازه خپلې سیمې ته ستنه شوې ده.

دغه کمېسون مسکان ته د "فکري مشر" جایزه ور کړې ده.

د دې کتابتون د پیلولوپه هکله په خبرو کې مسکان وویل: "زما لیک لوست ډېر خوښیږي، خو دلته ماشومان هسې خوشي ګرځېدل. بیا د ایالتي زدکړو مرکز څو چارواکي دلته راغلل، د هغوی په همکارۍ مې د جنورۍ پر ۲۶ کتابتون پیل کړ."

د مسکان د دې نوښت له امله په دې سیمه کې د هر چا په ژبه د هغې نوم دی او د کلیوالې سیمې خلک د هغې دا هڅې ستايي او درناوی یې کوي.

مسکان ته اوس په ټوله سیمه کې درناوی کیږي او د کتابتون جوړولو نوښت یې ستایل کیږي.

د عکس سرچینه، S Niazi

د عکس تشریح، مسکان ته اوس په ټوله سیمه کې درناوی کیږي او د کتابتون جوړولو نوښت یې ستایل کیږي.

مسکان هیله منه ده چې یوه ورځ به ډاکټره شي، هغه دې موخې ته د رسېدو لپاره زیارکښه معلومیږي.

هغه چې هره ورځ له ښوونځي لاړه شي، نو کتابتون پرانیزي. اوس هغه په کتابتون کې نږدې ۴۰۰ کتابونه لري.

دا د هغې د زیار پایله ده چې پرلپسې یې کتابونه ډېریږي او اوس له بهر هم کتابونه ورته لېږل کیږي.

د هغې د کتابتون په وجه د کلیوالې سیمې اوسېدونکي نور ماشومان هم لیک لوست او د زدکړو ترلاسه کولو ته هڅیږي.

* <link type="page"><caption> د ماشومانو سنتول د اېډز خطر کموي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2014/12/141208_hh-guidline_male_circumcision" platform="highweb"/></link>

د دې سیمې یو اوسېدونکي دیپک ساکیت وايي: "د دې کتابتون په سبب د کلي ماشومانو ته ښوونکي د درس ویلو لپاره راځي ـ هغوی ماشومانو ته لیک لوست ښيي او که ماشومان له کومې ستونزې سره مخ کیږي، نو ښوونکي یې ور سره اواروي. "

د مسکان پلار منوهر اهروار په مزدورۍ سره خپله کورنۍ چلوي.

د لور په دې بري ډېر خوشال دی. هغه کله هم دا فکر نه و کړی چې له لور سره به ډېلي ته د تللو چانس په لاس ور شي.