نهه کلن ماشوم د ۲ کلن ورور په ژغورلو سره اتل شو

د عکس سرچینه، AFP

په جرمني کې یو نهه کلن ماشوم د کور په لامبو ډنډ کې ډوب شوی خپل دوه کلن ورور په سا راوست او اتل شو.

دا دواړه ماشومان د منځني جرمني په کورباچ سیمه کې له خپلې نیا سره اوسي.

کله چې د دوی نیا له کوره بهر وځي، دوکلن روډولف د کور په بڼ کې د ډنډ ته خواته ځي او ور غورځي.

نیا او نهه کلن ورور یې د ا ماشوم له اوبو را باسي، خو ماشوم سا نه اخلي.

بیا نهه کلن مارکس روغتیاپالو ته زنګ وهي، ځکه نیا یې یواځې پر روسۍ ژبه پوهیږي.

په ټلیفون دغه ماشوم ته ویل کیږي چې څنګه له خپل کوچني ورور سره لومړنۍ طبي مرسته وکړي.

مارکس ته وویل شول چې د ماشوم سینه زور کړي او خوله په خوله سا ور کړي.

د طبي کارکوونکو له رسېدلو مخکې کوچني ماشوم ساه واخیستله، وروسته په چورلکه کې د فرانکفورټ شمال ته د مارګبرګ ښار یو روغتون ته ولېږدول شو.

روغتیاپال وایي، مارکس له خپګان سره سره د دوی پر لارښوونو سم عمل کړی دی.

څنګه ماشوم وژغورو

مرسته وغواړئ او په احتیاط سره ماشوم ستوني ستغ واچوئ.

د ماشوم د تفنسي سیستم د پرانیستلو لپاره یې په کرار سر شا ته کوږ کړئ او زنه یې پورته کړئ.

که ماشوم له کال زیات عمر لري، له دې کار تېر شئ، په ځای یې سر او زنه عادي پرېږدئ.

د سینې د حرکت په معلومولو سره یې ساه وګورئ، د ساه اېستلو غږ ته یې غوږ شئ.

که ساه نه اخلي،د خولې نیولتیا(ګرفتګي)یې لرې کړئ، پنځه ژغورونکي پوکي ور وکړئ، چې خوله په خوله یا د ژوند مچو یې هم بولی.

خوله په خوله ساه ور کولو پر مهال، د ماشوم په خوله خپله خوله کېږدئ، خو د پوزې سوري یې بند کړئ.

خو د نوزېږو لپاره، د نوزیږي خوله او پوزه باندې خوله کېږدئ چې هوا بلې خوا ته لاړه نه شي.

د عکس سرچینه، Getty

که ماشوم ساه اخیستل پیل کړل، په اړخ یې کړئ( نورو ژغورونکو پوکیو ور کولو ته هم تیار اوسئ.) د مرستې لپاره یې یوسئ.

که ماشوم تراوسه ساه نه اخلي، پرله پسې یې د سینې هډوکو ته مساج ور کول پیل کړئ.

سینې ته د فیشار یا مساج ور کولو پر مهال په خوله کې ژغورونکی پوکی هم ور وکړئ، له هرو ۳۰ مساجونو وروسته دوه ژغورونکي پوکي.

هر دوه مساجه په یوه ثانیه کې او دا کار تر هغه وکړئ چې په ماشوم کې د ژوند نښې ولیدل شیي.