د سايبيريا ځنګلونو کې لادرکه شوی ماشوم وموندل شو

د ماشوم د موندلو لپاره الوتکې هم په کار اچول شوې وې.
د عکس تشریح، د ماشوم د موندلو لپاره الوتکې هم په کار اچول شوې وې.

د روسیې د لرې پرتې سیمې سایبیریا په ځنګلونو کې ورک شوی درې کلن ماشوم له ۷۲ ساعتونو هڅو وروسته ومومندل شو.

د روسیې دا سیمه په لېوانو او یږو مشهوره ده.

د سایبیریا ټایمز د رپوټ له مخې، ۳ کلن سیرن دوپکت په ځنګل کې په وچه ځمکه د یوې ونې لاندې ویده و.

په ځنګل کې له ورکېدلو مخکې د دوپکت په جیب کې د چاکلېټ یواځې یوه وړه ټوټه وه.

د ماشوم موندلو لپاره پر ځمکنۍ پلټنې سربېره پراخ هوایي عملیات هم وشول.

  • <link type="page"><caption> نهه کلن ماشوم د ۲ کلن ورور په ژغورلو سره اتل شو</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/09/160906_gng_german_boy_saves_brother" platform="highweb"/></link>
  • <paragraph> <link type="page"><caption> ماشوم ميلياردران</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2014/07/140713_aa-kids-billionaires-economy" platform="highweb"/></link></paragraph>
  • <link type="page"><caption> پاکستانۍ 'ماشوم پلورونکې ډله' نیول شوې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/pokhtonkhwa/2016/08/160813_hh-pakistan-arrests-baby-selling-gang" platform="highweb"/></link>

ویل کیږي دا ماشوم ممکن له خپل کورني سپي سره په تلو تلو کې ځنګل ته رسېدلی او ورک شوی و.

د ځايي رسنیو د رپوټ له مخې، ماشومام به تل د خپلې نیا په څارنه کې و، خو په توا جمهوریت کې له خپل کلي (خوت) سره نږدې ګڼ ځنګل ته د ننوتلو زړه یې کړی دی.

خو د هغه تره له ۷۲ ساعتونو وروسته په داسې ځای کې وموند چې خورا کمه تودوخه لري، د ځنګلي ځناورو د برید وېره شته او ور سره نږدې چټک بهېدونکی سیند هم غړمبیږي.

د پلټنې عملیاتو کې له ځايي پولیسو سره کلیوالو هم برخه اخیستې او په هوايي پلټنه کې چورلکې هم کارول شوې دي.

په دې موندونکو عملیاتو کې یو افسر وايي، کله چې ماشوم د خپل تره غږ واورید، نو د خپل شتون خبره یې وکړه.

د هغه په خبره، کله چې ماشوم له خپل تره سره غاړه په غاړه شو، نو ویې ویل : "زما ګوډۍ ښه ده"

  • <link type="page"><caption> د ماشوم روزنه او پالنه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2013/12/131213_im_health_children_basic_needs_life" platform="highweb"/></link>

په سیمه کې ځايي مشر شولبن کارا اوول وايي، د ماشوم په ستنېدلو سره کلیوالو د خوشالۍ مراسم جوړ کړل.

له بلې خوا په سیمه کې یو ډاکټر وايي، چې د دغه ماشوم روغتیایي حالت ښه دی.

د سایبریا ټایمز د رپوټ له مخې پر دغه ماشوم د موګلي نوم اېښودل شوی. موګلي د یو مشهور ځنګلي ناول یو کرکټر دی چې په ځنګل کې لوی شوی وي.

د ماشوم د موندلو لپاره له پولیسو سره ځایي خلکو هم ډېرې هڅې وکړې.
د عکس تشریح، د ماشوم د موندلو لپاره له پولیسو سره ځایي خلکو هم ډېرې هڅې وکړې.