سامسنګ څلورو شرکتونو کې خپله ونډه پلورلې

د عکس سرچینه، AFP
د ټکنالوژۍ برخه کې د جنوبي کوریا لوی شرکت سامسنګ ویلي، پر خپلو "اصلي کارونو یې د پام ورټولولو" او پانګې ډېرولو په موخه په څلورو شرکتونو کې خپلې ونډې پلورلې دي.
سامسنګ په څلورو نورو شرکتونو کې د ۸۸۸٫۹ میلیون ډالرو په ارښت ونډې لري.
سامسنګ دا پرېکړه د خپل نوي ګلکسي نوټ ۷ له بېرته اخیستو وروسته کړې ده. داسې رپوټونه خپاره شول چې ګني ګلکسي نوټ ۷ د ناسمې بېټرۍ له کبله اور اخیستی دی.
شنونکي وايي، دې پېښې سامسنګ شرکت ته نژدې یو میلیارد ډالر زیان اړولی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
سامسنګ په امریکايي "رامبوس" شرکت چې الکترونیکي شیان جوړوي، او سي ډي جوړوونکي "سیګایټ" او د هالنډ "اې ایس ایم ایل" او جاپاڼي "شارپ" شرکت کې خپلې ونډې پلورلې دي.
سامسنګ ویلي، په "اې ایس ایم ایل" شرکت کې یې خپله نیمايي ونډه پلورلې، چې په سلو کې ۳٫۰۰ وه.
په "سیګایټ" کې د سامسنګ ۴٫۲ سلنه ونډه، په "رامبوس" کې یې ۴٫۵ سلنه او "شارپ" شرکت کې یې ۰٫۷ ونډه پر خپل ځای پاتې ده.

د عکس سرچینه، AFP








