د سامسنګ عایدات لوېدلي

د عکس سرچینه، AFP
د ځیرکو ټیلیفونونو او نورو تخنیکي آلاتو جوړوونکي شرکت سامسنګ ویلي د روان کال لومړیو دریو میاشتو کې یې عایدات په تېرو دریو کلونو کې ټیټې کچې ته لوېدلي.
لامل یې د ځیرکو ټیلیفونونو په تقاضا او پلور کې کموالی ښوول شوی.
د جنوبي کوریا د ټکنالوژۍ دغې سترې کمپنۍ ویلي په تېرو درو میاشتو کې یې عایدات تر ۳.۸ مېلیارد ډالرو لوېدلي چې ۶۰ سلنه جوړوي.
د روان کال په اوږدو کې د سامسنګ شرکت ونډو تر ۲۰ سلنې ارزښت له لاسه ورکړی.
د سامسنګ د ځیرکو ټیلیفونونو څانګه چې د دغې شرکت لویه برخه جوړوي په دې هڅه کې ده چې په نړیوالو بازارونو کې له سیالې کمپنۍ اپل سره سیالي وکړي.
د سامسنګ ګلکسي ځیرک ټیلیفونونه په ټوله نړۍ کې خورا مشهور شوي.
خو له تېر څه وخت راهیسې ترې بازار چینايي ځیرک ټیلیفونونو لکه شوامي او لېنووو نیولی.




