خبردار! د سامسنګ تلویزیون له څارګرۍ ځان وساتئ

د عکس سرچینه، Reuters
سامسنګ شرکت خپلو مشتریانو ته خبرداری ورکړی چې د خپل ځان په اړه د سامسنګ تلویزیون په مخ کې خبرې او بحثونه ونه کړي، ځکه چې ددوی خبرې درېیم کس ته لېږدولی شي.
د سامسنګ نوي تلویزیونونه په داسې بڼه جوړ شوي، چې د ریموټ کنټرول پر ځای د کتونکی په خبرو عمل کوي، د بېلګې په توګه ددې پرځای چې د ریموټ په مټ یې غږ لوړ او یا ټیټ کړئ، په خوله ورته ویلی شئ چې غږ دې ټیټ یا لوړ کړه.
سامسنګ اعلان کړی چې دغه تلویزیونونه ټولو هغو خبرو ته غوږ نیسي، چې په مخ کې یې د خلکو له خولو راوځي او امکان لري چې د درېیم طرف (سامسنګ) شرکت په اختیار کې یې ورکړي.
۱۹۸۴
د خصوصي حریم ساتنې پلوو فعالانو ویلي، دغه ټکنالوژي د جورل اورل د ۱۹۸۴ داستان سړي ته ورپه زړه کوي، چې صفحو یې په کورونو کې د خلکو جاسوسي کوله.
سامسنګ وايي، نوي تلویزیونونه یې د خلکو خبرې اوري او په دغو خبرو کې هغه خبره عملي کوي چې تلویزیون ته متوجه وي.

د عکس سرچینه، AFP
په دې برخه کې د تلویزیون کتونکو ته ویل شوي چې ''که چېرې ستاسو شخصي معلومات او محرمې خبرې وي، د تلویزیون په مخ کې یې مه کوئ،ځکه چې درېیم کس ته یې لېږدوي''.
سامسنګ وايي، شاید دغه درېیم کس هغه شرکت وي چې د سامسنګ نویو تلویزیونونو لپاره یې د غږیز پیغام یا امر عملي کولو ټکنالوژي چمتو کړې ده.
سامسنګ وايي، تلویزیونونه غږیز پیغامونه نه زېرمه کوي او نه هم ثبت شوې خبرې خرڅوي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES








