نیویارک کې د حجاب فېشن اونۍ

د عکس سرچینه، Anniesa Hasibuan
سږ کال د نیویارک ښار فېشن اونۍ کې د جامو د نندارې پرمهال د لومړي ځل لپاره د حجاب ننداره وړاندې شوه.
دا جامې د اندونیزیایي جامو جوړوونکې مسلمانې انیسې حسیبوان له خوا جوړې شوي وې.
د مسلمانو مېرمنو د جامو په اړه د روانې لانجې په درشل کې، ځینې وايي اغلې حسیبوان له وخته په ګټې اخیستو سره د فېشن اونۍ کې د مسلمانو مېرمنو د جامو ننداره وړاندې کړه.

د عکس سرچینه، Anniesa Hasibuan
حسیبوان تر ډېره د خپل پلرني ښار جاکارتا له دودیزو جامو نه په الهام اخیستو دغه جامې جوړې کړې، چې په ګوتو اوبدل شوې جامې هم پکې وې، خو ټولو جامو یې د حجاب بڼه لرله.
حسیبوان پر خپلې انسټاګرام پاڼې لیکلي: "ددې ټولې بریا تر شا د یوې لوې ډلې لاس و."
د "هوت حجاب" لړۍ اجرایوي مشره میلاني الترک هم دغې نندارې ته ورغلې وه.
الترک پر خپلې انسټاګرام پاڼې لیکلي: "زما په اند د جامو ننداره په ټولنه کې د کلتوري خوځښت د بدلون یوه لاره ده، چې په برکت یې حجاب په امریکا کې یو عادي کار ګڼل کېږي، د حجاب په اړه غلطه مفکوره سمېږي".
اندونیزیا د معاصرو اسلامي جامو په جوړولو او سکښتلو کې مخکښ رول لري.
د اندونیزیايي جامو یوه جوړوونکې پوتری سویدیونو، چې سنګاپور کې اوسېږي، وايي "د اندونیزیا جامې ډېر ډولونه لري، ځکه نو موږ پر شاوخوا ټولنو کې پر خپلو جامو او کلتور ډېره تکیه او باور کوو."
سویدیونو وايي، حسیبوان وښوده چې اسلامي جامې معاصره بڼه هم لرلی شي، نه داسې – لکه ډېر خلک چې ګومان کوي ـ چې یوازې تور عربي حجاب دې اسلامي جامې وګڼلې شي.

د عکس سرچینه، Anniesa Hasibuan
که څه هم ځینې په دې اند دي چې د حسیبوان د جامو طرزالعمل د معاصرو اسلامي جامو نوښت دی، خو اندونیزیا کې ځینې محافظه کارې ډلې بیا دا جامې "لکه څرنګه چې ښايي، اسلامي جامې " نه ګڼي.
د ویکټوریا پوهنتون د اسلامي زده کړو استاده ډاکټره ایوا نیسا وايي: "اسلامي جامې باید حیاناکې وي، ښځې باید پوه شي چې جامې یې د نارینه وو پام نه ور اړوي."
نیسا له ۲۰۰۷ کال راهیسې اندونیزیا کې د اسلامي جامو په اړه څېړنه کوي. دا وايي، د دغه فېشن په غبرګون کې د جاب او یا جلباب اغوستلو یو خوځښت رامنځ ته شوی، چې له اسلامي قوانینو سره ډېر جوړښت لري.
د ډېری مسلمانو نجونو لپاره، حجاب د دوی د هویت هغه برخه ده، چې تر ډېره پرې باور کوي، نه دا چې یوازې دیني سمبول دې وګڼل شي.
سویدیونو وايي، حسیبوان "خپل مسلک د مسلمانو مېرمنو په جامو جوړولو پیل کړی، ددې مینه هم، همدا غواړي. موږ داسې سکښت ته اړتیا لرو، چې د ځانونو لپاره یې خوښوو."

د عکس سرچینه، Anniesa Hasibuan









