په حجاب ټینګې مسلمانې امریکا کې قضیه وګټله

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا سترې محکمې د هغې مسلمانې ښځې په ګټه پرېکړه کړې ده، چې د حجاب له کبله یې د جامو په یوه شرکت کې د ګومارل کېدو مخه نیول شوې وه.
د امریکا سترې محکمې د هغې مسلمانې ښځې په ګټه پرېکړه وکړه، چې د اوکلاهوما ایالت په تولسا کې یې د جامو په یوه شرکت کې د حجاب له کبله د ګومارل کېدو مخه نیول شوې ه.
د "ابرکرومبي و فیچ" په نوم شرکت د سامانتا العوف له ګومارلو ځکه ډډه وکړه، چې د مرکې پرمهال یې حجاب درلود، چې د شرکت په وینا دا کار د شرکت د کارکوونکو د قوانینو خلاف دی.
په امریکا کې د کاري فرصتونو د برابرښت جرګه ګۍ – چې یوه ټولنه هم لري – د سامانتا پر ځای دا قضیه سترې محکمې ته وړاندې کړه.
په محکمه کې اته قاضیان وګومارل شول، چې دا قضیه وڅېړي، چې بالاخره د العوف په ګټه تمامه شوه، خو یوه قاضي یې مخالفت وکړ.
کله چې په ۲۰۰۸ کال سامانتا یاد شرکت ته خپل اسناد وړاندې کړي وو، ۱۷ کلنه وه، خو ویل کېږي په مرکه کې یې دا نه وو ویلي چې مسلمانه ده او حجاب باید ولري.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په امریکا کې د ۱۹۶۴ کال د مدني حقونو د قانون له مخې، د دین او مذهب په ګډون له کارکوونکو سره توپیري چلند ممنوع دی.
په امریکا کې مسلمانې ټولنې وايي، په دې هېواد کې د مسلمانانو پرضد توکمیز چلند ډېر شوی دی.
د محکمې په یوه مخکینۍ ناسته کې پرېکړه پر دې شوې وه، چې"ابرکرومبي و فیچ" شرکت باید سامانتا العوف ته د زیان له کبله ۲۰ زره ډالر ورکړي.

د عکس سرچینه، Reuters








