حجاربي: هغه نانځکه چې حجاب لري
يوه نانځکه چې حجاب کوي په ټولنيزو رسنېو کې د يوې ستورې په توگه راڅرگنده شوې ده. مونږ هغه ميرمنې سره چې ددې نانځکې ترشا ده غږېدلي يو ، چې يوې نانځکې ته د حجاب ورکولو دا نظر ورسره څرنگه راپيدا شو او ولې؟ هغه غواړي د "حجاربي" په نوم دا نانځکه مسلمانو نجونو لپاره الهام بخښونکې او يو مثال وي.

د عکس سرچینه، Hijarbie
ددې نانځکې جوړولو ترشا د ماسټرۍ د دورې زده کوونکې حنيفه ادم ده ، هغه وايي يو ځل ورسره دا پوښتنه راپورته شو: که باربي حجاب وکړي نو؟
حنيفه چې ٢٤ کالنه ده او خپله هم حجاب کوي وايي " ددې نه وړاندې مې داسې کومه نانځکه يا گوډۍ نه وه ليدلې چې حجاب ولري".
نوموړې وايي " لومړى ما نه غوښتل چې دې نظر باندې کار وکړم، يواځې په انسټگرام مې دهغې عکسونه خورول، او دا فکر مې نه کولو چې د خلکو به دومره خوښيږي".

د عکس سرچینه، Hijarbie
اغلې ادم د " حجاربي" په نوم ددې پلاستيکي نانځکې عکسونه خپرول پيل کړي، چې ناڅاپي د ډيرو خلکو پام يې ځانته راوگرځولو.
د دسمبر په مياشت کې په انسټگرام له لومړني عکس خپرولو وروسته څو اونيو کې له ٣٠ زرو زيات خلک ورسره ملگري شوي دي.
اغلې ادم چې د نايجيريا اوسېدونکې ده د خلکو ليوالتيا ورته ډيره حيرانونکې وه. هغه وايي ډيرو خلکو داسې يو څه وړاندې نه وو ليدلي، ځکه يې دا نانځکې ډيرې خوښې شوې.

د عکس سرچینه، hijarbie
حنيفه ادم وايي " ډير مور او پلار خپلو بچو ته هغه ډول نانځکې غواړي چې د هغوي په څير ښکاري".
نوموړي وايي " زه خپله د نانځکو جامې جوړوم". خو گنډل يې خپلې ستونزې لري هغه زياتوي " دا چې دا جامې ډيرې وړې دي ځکه نو گنډل يې دووساعتو پورې وخت اخيستى شي.
حنيفه ادم وايي که څه هم په انټرنېت ددې ډير ښۀ هرکلى شوى دى، خو ورسره يې د اسلام ضد پيغامونه هم ترلاسه کړي دي.
مگر ټولو خلکو ددې نوښت هرکلى نه دى کړى . حنيفه ادم وايي "کله چې ما په دې کار پيل کړ ډېرو خلکو غوښتل دا واخلي، خو ماته ځيني اسلام ضد پيغامونه هم پرېښودل شوي، خلکو په دې نانځکې ټوقې کړې او ويل يې چې گوا کې دا گوډۍ ځان سره بم لري".

د عکس سرچینه، Hijarbie
خو اغلې ادم هيله لري چې "حجااربي" د حجاب کاروونکو مېرمنو په اړه ناسم فکر ننگولى شي. هغه زياتوي " ځيني کسان فکر کوي هغه نجلۍ چې حجاب کاروي هغوي د فشار لاندې وي، خو داسې نه ده دا د ظلم او زور پرضد د ودرېدو ښکارندوي کوي، دا تر ډېره ازادي ده، او نجونو ته د خپل ځان د پټولو ازادي اوخوښه ورکوي".
دمېرمنو لپاره هغه فيشن يا دود چې حجاب سره تړلى دى د هرې ورځې تېرېدو سره پراخيږي. تېر کال په برتانيا کې د ايچ ايم په نوم د جامو پلورلو لويې شرکت په خپل سوداگريز اعلان کې داسې مېرمنې ښودلې وې چې حجاب يې کارولو.
دغه راز په ايټاليا کې هم د حجاب نوې بڼې جوړې شوي دي، نو دې ټولو ته په پام سره د "حجا اربي" راتلونکې څه ده؟

د عکس سرچینه، Hijarbie
نفيسه دې ته ځواب کې وايي " غواړي چې په انسټگرام ورته دوام ورکړي، خو په دې نه پوهيږي چې راتلونکو پنځو کالو کې به دا کوم لوري ته ځي، مگر يو څه چې روښانه دي هغه دا دي هر څه چې زه هلته خپروم بايد په اړه يې ډير پام وکړم او هڅه بايد وکړم چې يو اغېز پرېږدي".

د عکس سرچینه، Hijarbie








